د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سیند پر غاړه کورونه له خطر سره مخامخ دي


په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې انتظامي چارواکي وايي چې د خوړ پرغاړه اباد کورونه هر وخت له ممکنه باراني سیلابونو اغېزمندای شي، دوی زیاتوي چې په سیمه کې د خوړ پر غاړو مېشت خامه کورونه زښته زیات شوي دي.

په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې انتظامي چارواکي وايي چې د خوړ پرغاړه اباد کورونه هر وخت له ممکنه باراني سیلابونو اغېزمندای شي، دوی زیاتوي چې په سیمه کې د خوړ پر غاړو مېشت خامه کورونه زښته زیات شوي دي.


د چارواکو په خبره، چې له خرلاچۍ تر خپیانګې پورې شاوخوا ۷۲ کلومیټره د کورمې خوړ پر غاړه یو شمیر خلکو د کرکروندې لپاره ځمکې نېولې دي او کورونه یې ورباندې جوړ کړي دي.

د ایجنسۍ پلانینګ افسر مفتح الله مسود مشال ریډیو ته وویل چې کومو خلکو د خوړ پر غاړه کورونه او پټي جوړ کړي دي نو هغوی دې اوبو ته لاره پریږدي ځکه چې ممکنه سیلابونه دوی ته زیانمنولای شي:

''له خرلاچۍ تر خپیانګي پورې د بهېدونکي خوړ اوبه ډېرې تیزې راځي، دلته چې یو ګنټه باران وشي نو اوبه بیا ډیرې زیاتې وي. موږ خلکو ته خواست کوو چې د خوړ غاړې نه لرې شی ځکه چې سیلاب دوی ته زیان رسولای شي.''

یاده دې وي چې په سیمه کې پروسږ کال هم باراني سیلاونو د ځايي خلکو کورونه وران کړي ول او د کرکروندې ځمکې يې متاثره کړي وې.

ځايي مشر حاجی سلیم خان اورکزی وايي چې زیاتره سیمې داسې دي چې په کې تر دې دمه د ممکنه سیلاونو د مخنیوي لپاره په حکومتي کچه اوبو ته بند وهلو څه ډول منصوبه بندۍ نه دي شوې.

نوموړي د مشال ریډیو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کورمې خوړ پر دواړو غاړو دې اوبو ته زر تر زره بندونه جوړ کړي ګنې یو ځل بیا به خلکو ته ستونزې جوړې شی:

''په دې موسم کې سیلاوونه راځي نو له دې نه دوی ته د لوې نقصان رسېدو خطره ده. زه دا وایم چې هغه علاقې چې په کمو کې سیلابونو د راتلو خطره زیاته وی نو پکار دې چې هلته کې بندونه دې جوړ کړې شی، که حکومت دغه ګام زر تر زره اوچت کړو نو ډیر خلک به د زیانونو نه بچ شی''

په دې اړه مفتح الله مسود وايي، چې له دوی سره دومره وسایل نیشته چې د کورمې خوړ په دواړو غاړو په هر ځای کې بندونه جوړ کړي.

نوموړي وویل، چې په ځینو سیمو کې ممکنه سیلاوونو نه د مخنیوي لپاره د پولیټیکل انتظامیې هلې ځلې روانې دي او زیاتوي، دوی غواړي چې دغه کارونه زر تر زره مکمل کړي چې خلک د ممکنه زیانونو بچ پاتې شي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG