د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرایمیا د روس نه بېلېدونکې برخه ده. پوټین


د روس ولسمشر ولاديمير پوټین
د روس ولسمشر ولاديمير پوټین

د روس ولسمشر ولاديمير پوټین د دغه هيواد ګډې پارليمانې غونډې ته په ځانګړې وينا کې ويلي چې کرايميا هم پخوا او هم اوس د روس نه بېلېدونکې برخه وه.

د روس ولسمشر ولاديمير پوټین د دغه هيواد ګډې پارليمانې غونډې ته په ځانګړې وينا کې ويلي چې کرايميا هم پخوا او هم اوس د روس نه بېلېدونکې برخه وه. نوموړی زياتوي چې په کرايميا کې ټولپوښتنه جمهوري او د نړيوال قانون سره سمه تر سره شوه او د دې نتيجه هم د قايلولو وړ ده.


نوموړی دا وينا له روس سره د کرايميا د يو ځای کېدو د لوظنامې د مسودې تر لاسليکولو وروسته کوي. پوټين زياته کړې چې په کرايميا کې درو واړو نژادي ډلو ته درناوی لري او په دغه سيمه کې به روسي، کرايميايي تاتار او اوکرايني ژبې برابر حېثيت لري. پوټين د نړيوالي ټولنې د ټينګار سربېره چې وايي کرايميا د اوکراين برخه ده، د دوشنبې په ورځ کرايميا د يو خپلواک رياست په توګه ومنل. پوټین دغه پریکړه څو ساعته وروسته له هغې لاس لیک کړه چې د کرایمیا سیمه ایز پارلیمان له اوکراینه د آزادۍ اعلان وکړی او په روسي فیډرېشن کې يې د شاملیدو رسمي غوښتنه وکړه.

بلخوا نن د سېشنبې ورځ د روس د پارلمان غړو د اوکراین د بحران په اړه په روسي چارواکو د امريکا او اروپایي اتحادیي د لګول شویو بندیزونو په مقابل کي سخت غبرګون ښکاره کړ.

د روس ولسې جرګې یا دوما نن د رایو په قاطع اکثریت سره هغه اعلامیه منظور کړه چې دا بندیزونه په کي غندل شويدي. دا اقدام تر هغه وروسته اخيستل شوی چې واشنګټن او برسلز د ګل په ورځ د روسي چارواکو ، د روس د وسلو د کمپنيو او د روس پلوو اوکراینیانو پرضد له دې امله بندیزونه اعلان کړل چې روس د اوکراین په چارو کې مداخله کړې ده.


له دې ورهاخوا د امريکا مرستيال ولسشمر جو بايډن د پولېنډ مرکز وارسا ته رسېدلی تر څو د خپل دوه ورځنې سفر په ترڅ کې د اوکراين د بحران په اړه د پولېنډ او ليتوانيا له چارواکو سره وګوري. نوموړی به نن د پولېنډ له وزيراعظم ډونالډ توسک او ولسمشر برونسلاو کوموروسکي سره ليده کاته کوي. نوموړی به په جلا توګه په وارسا کې د اسټونيا له ولسمشر توماش هېندريک ايلوِس سره هم ملاقات کوي. د دې تر څنګ به بايډن سبا د ليتوانيا په مرکز ويلنييس کې د ليتوانيا له ولسمشرې داليا ګريباسکېټي او د ليټويا له ولسمشر اندرِس برزِنس سره هم ليده کاته کوي. د ناټو له ايتلافيانو سره روانه ليدنه د امريکا د هغه کمپاين يوه برخه ده چې له لارې يې روسي ولسمشر ولاديمير پوټين دې ته راضي کړي چې په اوکراين کې د ماسکو له مداخلت څخه لاس واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG