د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونس قانوني د افغان ولسمشر مرستیال ونومول شو


یونس قانوني
یونس قانوني

جمهوري ریاست تایدوي چې د جمعيت اسلامي ګوند یو غړى او د ولسي جرګې پخوانى رييس يونس قانوني د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه ونومول شو.

جمهوري ریاست تایدوي چې د جمعيت اسلامي ګوند یو غړى او د ولسي جرګې پخوانى رييس يونس قانوني د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه ونومول شو.


د جمهوري ریاست د ویاند مرستیاله عادله راز مشال راډيو ته د دې خبر په تايید سره وویل چې؛ ډېر ژر به د باور رایې اخیستو لپاره یونس قانوني ولسي جرګې ته معرفي شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم نژدې یوه اونۍ مخکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.

يونس قانوني د جمعيت اسلامي ګوند مهم غړی دی او د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې د طالبانو ضد په شمالي ايتلاف کې د فهيم نږدې ملګری و. قانوني د افغان ولسي جرګې مشر هم پاتې شوی دی.

قانوني په څه باندې یوه لسیزه کې مهمې دولتي دندې ترسره کړي او یو د افغانستان له مهمو سیاسي څېرو ګڼل کیږي.

قانوني چې؛ اوس د ولسي جرګې غړي او په مخکینۍ دوره کې د دې جرګې مشر و، په ۱۹۵۷ کال په پنجشیر ولایت کې زیږیدلی.

په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته یې جهاد ته مخه کړه او د احمدشاه مسعود په مشرۍ له جهادي ډلې سره یوځای شو.

نوموړي د شمالي ایتلاف په جوړولو کې ونډه لرله او د برهان الدین رباني په حکومت کې یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

قانوني په ۲۰۰۱ کال کې د بن په کنفرانس کې د شمال د ایتلاف د هیت مشري کوله.

د بن د کنفرانس په نتیجه کې چې په افغانستان کې لنډمهاله اداره رامنځ ته شوه، نوموړی په دې اداره کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی او ورپسې په انتقالي حکومت کې د پوهنې د وزیر په توګه او هم د ولسمشر کرزي د امنیتي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې.

قانوني د ۲۰۰۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړی و.

په دغو انتخاباتو کې قانوني له کرزي وروسته دوهم ځای ونیو.

قانوني کال وروسته په ۲۰۰۵ کال د ولسي جرګې لپاره له کابله ځان کاندید کړ، ولسي جرګې ته یې لاره پیدا کړه او د همدې کال د ډسمبر په ۲۱ یې د مشر په توګه غوره شو.

قانوني د افغانستان نوین ګوند تاسیس کړی او دغه راز یي د یو شمېر نورو اتحادونو ایتلافونو په جوړولو کې هم مهمه ونډه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG