د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارشال محمد قسیم فهیم ځای ناستی ټاکل کېږي


تمه کیږي چې نن د سېشنبې پر ورځ به د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په یوه غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي د وفات شوي لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم ځای ناستی غوره شي.


د افغانستان په حکومت کې سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې د قسیم فهیم کورنۍ او نوموړي ته نږدې سیاستوالو د هغه د ځای ناستي لپاره محمد یونس قانوني غوره کړی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم نږدې یوه اونۍ مخکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو. د افغانستان د اساسي قانون له مخې څوک چې د نوموړې پر ځای ټاکل کیږي باید له ولسي جرګې څخه د باور رایې تر لاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG