د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رایې اچونې د مرکزونو په امنیت کې ښځې هم برخه اخلي


په خوست کې به د ټاکنو په ورځ د ښځو د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب له پاره درې نیم سوه ښځې هم په دندو وګمارل شي، د خوست ولایت چارواکي وايي، دې سره به ښځو ته د دې زمینه برابره شي، چې له کوم امنیتي ګواښ پرته خپلې رایې وکاروي.

په خوست کې به د ټاکنو په ورځ د ښځو د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب له پاره درې نیم سوه ښځې هم په دندو وګمارل شي، د خوست ولایت چارواکي وايي، دې سره به ښځو ته د دې زمینه برابره شي، چې له کوم امنیتي ګواښ پرته خپلې رایې وکاروي.


په خوست کې د رایې اچونې د ښځینه مرکزونو د امنیت د خوندیتوب له پاره درې نیم سوه میرمنې په امنیتي برخه کې تر روزنې لاندې نیول شوي دي، د ښځو د رایې اچونې په مرکزونو کې د تلاشۍ له پاره د ښځو په ګمارنې سره به نورو ښځو او میرمنو ته د دې زمینه برابره شي، چې په ډاډه زړه ټاکنیزو حوزو ته ورشي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه وکاروي.

دغه ټکی د دوشنبې په ورځ د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارزمحمد ځدراڼ د ټاکنو د کمیسیون له خوا د ښځو له پاره د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته په ډاګه کړې:

((نن عملاً شاوخوا درې نیم سوه میرمنې د خوست په مرکز کې امنیتي برخه کې د عملي روزنې لاندې دي، دوی ته د دې عملي تجربه ورښودل کیږي، زده کړه ورکول کیږي، چې څنګه به په ښځینه سایټونو کې خپلې خویندې میندې تلاشي کوي، تر څو وکولای شي، ټولې په ډاډه زړه سره د خپلې خوښې وړ نوماندانو ته رایه ورکړي او دا تشویش ونلري که موږ سایټونو ته ځو، نو خدای مکړه امنیتي پېښه رامنځته نه شي.))

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوې تنې عامه پوهونکې سمینه بریال له ښځو وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو په بهیر کې په پراخه کچه برخه واخلي، ځکه د افغانستان په اساسي قانون کې د نارینه وو سره برابر ښځو ته هم دا حق ورکړل شوی، چې ځاند کاندید کړي او یا بل کاندید ته د باور رایه ورکړي:

((خویندو ته اساسي قانون د نارینه وو سره برابر د ګډون حق ورکړی دی او په ټاکنیزو پستونو کې يې خویندو ته شل سلنه امتیازي حق ورکړی دی، زه په ټولو خویندو غږ کوم، چې د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د ټولټاکنو په بهیر کې په پراخه کچه ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.))

د تېرو ټاکنو پر بهیر یوه نیوکه داوه، چې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د رايې اچونې ډیری صندوقونه پرته له دې چې ښځې رایې استعمالې کړي، ډک شوي ول، خو دا ځل د څانګې په نوم د غونډې یوې تنې ګډونوالې مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې اوس د ښځو په لیکو کې د سواد او پوهې کچه لوړه شوې او دوی کولای شي، په خپل لاس خپلې رایې د خوښې وړ نوماند په ګټه وکاروي:

((اوس هغه پخواني وختونه نه دي، چې خلکو به ټاکنې نه پیژندې، چې ټاکنې څه ته وايي او رايې په څه ډول کارول کیږي، همدارنګه په څه ډول خلک خپل نوماند ټاکي، اوس خلکو تعلیم کړی دی، پرمختګ يې کړی دی، اوس هره ښځه کولای شي، خپله رایه په خپل لاس استعمال کړي.))

د یادونې وړ ده، جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ته د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې به د را روان لمریز کال د حمل تر دیارلسمې دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG