د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې ښځې باید خپلې اسمبلیانې ولري' سراج الحق


د خيبر پښتونخوا مشر وزير او جماعت اسلامي مرکزي نايب امير سراج الحق
د خيبر پښتونخوا مشر وزير او جماعت اسلامي مرکزي نايب امير سراج الحق

د خيبر پښتونخوا مشر وزير او جماعت اسلامي مرکزي نايب امير سراج الحق يو وارې بيا دا تجويز وړاندې کړيدې چې ښځو لپاره جدا قامي او صوبايې اسمبليانې جوړې کړل شي.

د خيبر پښتونخوا مشر وزير او جماعت اسلامي مرکزي نايب امير سراج الحق يو وارې بيا دا تجويز وړاندې کړيدې چې ښځو لپاره جدا قامي او صوبايې اسمبليانې جوړې کړل شي.


مشر وزير سراج الحق مشال راډيو ته وويل خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې ١٢٤ غړي دي چې پکې ٢٤ ښځې دي او دوی دا ګیله کوي چې د ښځو په حقونو او مسلو پدې اسمبلۍ کې خبره نشي کيدای.

ده وويل هم دغه شان قامي اسمبلۍ کې هم ښځو شمير کم دی او ملک کې د ښځو ابادي زياته ده نو پکار ده چې دوی ته دې خپلې اسمبليانې جوړې کړل شي.

له مشال راډيو سره خبرو کې نوموړي زياته کړه هغه دا خبره صرف د يو ګوند خبره نه جوړول غواړي بلکې غواړي چې پدې يو قامي اتفاق راېه پيدا کړي.

"ما د ښځو لپاره د جدا اسمبلۍ تجويز وړاندې کړی دی، د اسمبلۍ سپيکره به هم ښځه وي، او د ښځو مسلې، د هغوی حقونو او يا د ښځو لپاره د کومو قوانينو ضرورت وي نو دوی به پرې کار کوي. په موجوده اسمبلۍ کې د هغوی پر ټولو مسلو خبره نشي کيداې. زما وړانديز ښځو هم خوښ کړو او اپوزيشن يې هم ملګرتيا وکړه. دغه رنګ پرون پنجاب کې په يوه جلسه کې هم ما له ښځو پوښتنه وکړه نو هغوی وويل چې بنيادي طريقه هم دغه ده"

جماعت اسلامي مرکزي نايب دې تجويز په لړ کې د خيبر پښتونخوا د صوبايې اسمبلۍ او پيپلز ګوند نماينده نګهت اورکزې وايي داسي کوشش له ښځو سره امتياز کول دي.

دا وايې ښځو ته چې کوم حيثيت قران، اسلام او ایين ورکړی دی نو هغه جماعت اسلامي نه مني.

"داوايم چې چيف جسټس او اليکشن کميشن دې باقاعده پدې خپل ردعمل څرګند کړي او دوی دې راوغواړي. او هغه غير سرکاري ادارو ته هم وايم چې ښځې له خپلو حقوقو خبرې دي او اوس پکار ده چې نارينه وو لپاره کار شروع کړي چې د هغوی سوچ بدل شي"

د عوامي نېشل ګوند د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې جميله ګيلاني وايې دوس به ښځې په کومو کومو شعبو کې له نارينه وو بيلوي.

"زموږ ګوند او ترقي خوښونکې قوتونه د دې خبرې مخالفت کوي. پکار ده چې ښځې مخکې لاړې شي نو دوی ښځې وروستو بوځي او داسي لږې چې زموږ اديرې به دوی بيلې کړې. موږ به دې ټولنې په چارو کې هم هغومره برخه اخلو څومره چې نارينه اخلي. نن ښځې ډاکټرانې او انجينرانې دي، دوی به په کومه کومه شعبه کې ښځې بيلوي؟"

کله چې مشال راډيو پدې اړه پاکستان تحريک انصاف ګوند قامي اسمبلۍ نماينده عايشه ګلالۍ سره رابطه وکړه نو هغې وينا وه چې د مشر وزير[سراج الحق] دا بيان ذاتي دی خو د پاکستان موجوده نظام کې داسې نشې ممکنه کيداې.

دا وايي:

"ګوری سعودي عرب کې ښځې مختلفو شعبو ته راوستل شوې او هغوی هڅول کېږي. او دا کوم بيان چې مشر وزير [سراج الحق] ورکړی دی نو دا د هغه خپل يو موقف دی. زه وايم ښه خبره ده دوی دا سوچ کوي چې ښځو ته د سکون ماحول وي او ورته يو جدا ځای يې وي. خو اوس چې وګورې نو د ښځو کردار بد نه دی او ډير ښه کردار لوبوي او يو مسلمان او پاکستاني په توګه دوی خپل ښه کردار ترسره کوي"

د ذکر ده د جماعت اسلامي مرکزي نايب امير او خيبر پښتونخوا مشر وزير سراج الحق مخکې خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې دا تجويز د تېرې مياشتې پر ١٩ نيټه وړاندی کړی وو.
XS
SM
MD
LG