د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند کې پر هیندو لږکیو بریدونو زیات شوي


په لاړکانه کې یو درمسال ته اور لګول شوی. ۱۵ ممارچ ۲۰۱۴
په لاړکانه کې یو درمسال ته اور لګول شوی. ۱۵ ممارچ ۲۰۱۴

شنونکي وایي په پاکستان کې د پخواني پوځي ولسمشر ضیاء الحق له زمانې راپه دې خوا د سیند په مسلمانانو او ځایي مذهبي لږکیو ترمنځ د اختلاف تخم کرل شوی

کراچۍ: د پاکستان د سیند صوبې له یو شمیر ښارونو څخه په دې ورستیو کې د مذهبي لږکیو په عبادتخانو حملې زیاتې شوي دي. یوه تازه پېښه د خالي په ماښام هم د دغې صوبې په لاړکانه ښارګوټي کې شوې چې پکې کې قهرجنو مظاهرینو د هیندو مذهبه وګړو درمسال ته اور ورته کړی و.


سیند د پاکستان له هغو صوبو دی چې زیات شمېر مذهبي لږکيان او په تېره بیا هیندوان ژوند پکې کوي. په دوی کې زیاتره دوکانداران دي او یا هم نور کاروبارونه کوي. دوی سیندي ژبه وایي او د ځایي خلکو په څېر رسمونه او رواجونه لري.

شنونکي وایي په پاکستان کې د پخواني پوځي ولسمشر ضیاء الحق له زمانې راپه دې خوا د سیند په مسلمانانو او ځایي مذهبي لږکیو ترمنځ د اختلاف تخم کرل شوی او په دې ورستیو لسو کلونو کې دغه اختلافات نه یوازې خپل عروج ته رسیدلي بلکې په دې کې ورځ تر ورځې زیاتوالی راځي. لیکوال او شنونکي وسعت الله خان په دې اړه مشال ریډیو ته وایي:

''سیند صوبه د پاکستان د نورو برخو په پرتله د ترهګرۍ څخه بچ پاتې شوه، د دې وجه د ځایي خلکو ځانګړی دود او د دوی صوفیانه کلچر و، خو په دې ورستیو کې سیند صوبې په اوچتو سیمو کې مذهبي انتهاپسندو ته موقع ورکړل شوه چې په دې صوبه کې هم خپل زېلې خورې کړي همدا لامل دی چې د پاکستان د نورو ځایونو په څېر د سیند صوبې په خلکو کې هم د برداشت ماده مخ په کمیدو ده ، دلته نه یوازې په مذهبي لږکیو حملې کیږي بلکې دلته د مسلک په بنیاد هم وخت په وخت جګړې کیږي چې په نتیجه کې یې په یو شمیر زیارتونو او مجلسونو حملې هم شوي دي''

د وسعت الله خان په خبره د سیند صوبې په زیاتره برخو د تېرې اوږدې مودې راهسې د پیپلز ګوند او ایم کیو ایم په څېر د ازاد خیاله ګوندونو واکمني ده ، خو په سېمه کې بې روزګارۍ او د پرمختګ د کارونو نه کیدو په اساس مذهبي ګوندونه په دغو سیمو کې مخ په ترقي دي .
دهغه په وینا د سیند صوبې په یو شمیر سیمو کې د نارجسټر شویو مدرسو زیاتوالي هم د مذهبي او مسلکي اختلافاتو په زیاتولو کې رول لرلی دی.

په سیند صوبه کې د مذهبي او مسلکي اختلافاتو د شتون په اړه د بشري حقونو ادارو هم وخت په وخت په خپلو رپورټونو کې د تشویش څرګندونې کړي دي. پاکستان لپاره د بشري حقونو د تنظیم استازې او کارپوهه اختر بلوچ په دې اړه مشال ریډیو ته وایي:

''دلته انتهاپسند ځواک په تیزۍ سره مخ په زیاتیدو دی ،او دغه سوچ تر ډېره حده ځواکمن شوی هم دی ، د سیند زیاتره خلک د عبدالطیف بټایي،صوفي سرمست پیروان دی خو اوس د خلکو په دغې صوفیانه مزاج کې تر ډېره حده توپیر راغلی او خلک اورپکۍ پله مایل کیږي لګیا دي ، که په سیند صوبه د مذهبي کړکیچ کچه د اوس په څېر په تیزۍ سره دوام ومومي نو دا به د سیند د ولس ترڅنګ د ټول پاکستان د اولس په اقتصاد او حالاتو بد اغیز پریباسي''

داختر بلوچ په خبره په پاکستان کې موجود مذهبي منافرت وار دمخه د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت بد اغیز کړی دی ، او په سیند صوبه کې که ددغه منافرت مخه اوس ونه نیول شي نو په راتلونکي کې به په دې قابو موندل ګران تمام شي .

XS
SM
MD
LG