د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خپل پوځي سامان ښايي پاکستان ته وسپاري


ورځپاڼه لیکي، کېدای شي له دې سامانه څه پاکستان ته ورکړل شي. د دې کار لامل دا دی چې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان غواړي اضافي سامان په وړیا ډول خپلو ملګرو هیوادونو ته ورکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د وتلو په صورت کې ښايي له امریکايي پوځ سره د خپل پوځي سامان په اړه یوه بله لار هم موجوده وي. امریکايي چارواکي د اووه اربه (میلیارده) امریکايي ډالرو پوځي ګاډو او نور سامان الات په اړه فکر کوي چې له دې سره څه وکړي.


ورځپاڼه لیکي، کېدای شي له دې سامانه څه پاکستان ته ورکړل شي. د دې کار لامل دا دی چې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان غواړي اضافي سامان په وړیا ډول خپلو ملګرو هیوادونو ته ورکړي.

په دې اړه له میاشتو راهیسې د امریکايي او پاکستانیو چارواکو تر منځ خبرې روانې دي. امریکايي چارواکي نه غواړي چې د پوځي سامان خپل هیواد ته وړلو کرایه ورکړي.

که څه هم په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې خو پاکستان په ځانګړي ډول په دې کې لېوالتیا لري چې د امریکا هغه پوځي ګاډي واخلي چې د سړک غاړې ښخ بمونو ضد وي. د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي، دا ګاډي به له افغانستانه د پوځیانو ایستلو په صورت کې محدود سټراټيژیک ارزښت ولري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، داسې ښکاري چې پاکستانی پوځ به تر کلونو د وسله والو طالبانو پر ضد جنګېږي نو د دې ګاډو له تر لاسه کولو سره به د پاکستاني پوځ مرګ ژوبلې شمېر کم شي. له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په روانه جګړه کې د پاکستاني پوځ شاوخوا ۲۰۰۰۰ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، دوی دا سامان له دې وجې نه اخلي چې دا مفت دی، بلکې د دې له وجې یې اخلي چې دوی ورته ضرورت لري.

امریکا له لسیزو راهیسې پر پاکستان د وسلې خرڅوونکی لوی هیواد دی. خو دا عمل تر هغې وروسته ورو شو چې په ۲۰۱۱ز کال کې امریکايي پوځیانو د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا شا و خوا ۲۰ ملګرو هیوادونو د پوځي سامان په تر لاسه کولو کې دلچسپي ښودلې ده. خو یوه ستونزه دا ده چې له افغانستانه د سامان پر ایستلو ډېر لګښت یا خرڅ راځي.
XS
SM
MD
LG