د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ننګرهاریانو په ټاکنو کې د کومک غوښتنه وشوه


جلال اباد کې غونډه
جلال اباد کې غونډه


په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګارانو د ټاکنو په سلسله ، د ننګرهار د انتخاباتو خپلواک کمیسيون د دغه له بيلابيلو ولسواليو څخه ګڼ شمير ديني عالمان او قومي مشران په انتخاباتو د خلکو د ونډې د کمپين په خاطر د اتوار په ورځ رابللي وو.

د ننګرهار د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون عامه اړيکو مسوول روح الله مومند په دې اړه مشال راډيو ته وويل:

(( د ننګرهار ولايت د ټولو ولسواليو ديني عالمان، قومي مشران مو د دې لپاره رابللي تر څو د ۱۳۹۳ ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو د هڅولو لپاره ګامونه واخلي. ))

د خوګيانو ولسوالۍ يو تن قومي مشر هدايت الله مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی به دا ځل په سلا مشوره يوه کانديد ته رايې ورکوي.

(( مخکې چې انتخابات شوي وو، زموږ د خوګياڼيو ولسونه ترينه محرومه شوي وو. په ولايتي شورا کې يو وکيل لرو او په پارلمان کې خو مو بيخي وکيل نه لرلو، نو موږ د خپلو ولسونو سره د وخت په وخت غونډې نيولي دي او خلک مو په دې پوهه کړي چې بايد په راتلونکو انتخاباتو کې زموږ د خوګياڼيو ولسونه هغه که نران دي او که ښځې دي، دوی په کې برخه واخلي تر څو د خپلې خوښې وکيل او د رياست جمهوري په حساب خپل کانديد ولرو.))

د لالپورې ولسوالۍ يو تن قومي شمر درويش لالپوروال وايي، دوي ژمن دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې پوره ونډه واخلي.

(( موږ دا خبره هر ځای، په جوماتونو کې، په ولسونو کې کړې ده چې رايه به ورکوو، د ريس جمهور لپاره به يې ورکوو، د ولايتي شورا لپاره به يې ورکوو ځکه چې دا د جمهوريت يو اساس دی، موږ به خپلې هلې ځلې کوو. ))

د مولوي سيد حضرت حقاني په نوم يو تن د مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د رايو استعمال د هرافغان ديني او ملي فريضه ده.

(( دا اوس د دې خلکو کار دی چې خپل مشر او زعيم دوی څنګه ټاکي. ښه ټاکي، خراب يې ټاکي ، دا مسووليت به د دوی په غاړه وي. يوازې دا نه چې دوی په ديناوي مسووليت باندې مکلف دي. بلکې د اخرت په مسووليت دوی هم مکلف دي، په ورځ د محشر باندې به الله رب العزت له دوی نه په دې رابطه پوښتنه کوي. نو بايد چې ولسونه خپله ټاکنو ته راووځي او داسې شخص وټاکي، چې هغه د افغانستان په درد باندې دوا وي د افغانستان په درد باندې دوا وي.»

ټاکل شوې چې افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو انتخابات د ۲۰۱۴ کال د اپريل پينځمه نيټه تر سره شي.
XS
SM
MD
LG