د لاسرسي ځای

پاکستانی سرلښکر وايي پوځ دهیواد د امنیت دساتلو پوره وړتیا لري


جنرال راحیل شریف

جنرال راحیل شریف

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې دپوځ افسرانو ته د وینا پرمهال ویلي ، ددوی ځواکونه د هیواد د امنیت د خوندي ساتلو پوره ظرفیت لري او د هر ډول خطرو سره د مخامخ کیدو توان لري.

جنرال راحیل شریف په تیرو څو کلونو کې د پوځ د عملیاتو او په دې لاره کې د وژلو شویو پاکستاني ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه.

دپاکستان دپوځ د خبرتیا اداره ( ISPR ) په خپله ویب پاڼه راپور خپور کړی چې ورکې د راحیل شریف له قوله ویل شوي، په لویه کچه روزنه ، مسلکي توب ، او د خپلې خاورې سره ژمنه ددوی دپوځ نخښه ده.

دپاکستاني جنرال دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې پاکستان کې د وسله والو طالبانو سره دسولې لپاره مذاکرات هم روان دي.

XS
SM
MD
LG