د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسي : د تښتول شویو کسانو دلټون عملیات ۵۰ مشکوک کسان ګرفتار


فایل فوټو
فایل فوټو


د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي ، امنیتي عسکرو د خیبر په اکاخیلو کې د ماشوخیلو سیمې نه د تښتول شوو کسانو لپاره عملیات پیل کړي دي. د عملیاتو په ترڅ کې تیره شپه پنځوس مشکوک کسان نیولي شوي دي.

پولیټیکل چارواکي وايې د امنتي عسکرو سره په نښتو کې یو وسلوال وژل شوی، او یوه ماشومه ژوبله شوې ده.

پرون نامالومه وسلوالو لږ تر لږه نهه کسان د بډه بیرې د ماشوخیلو سیمې نه د وسلې په زور له ځانه سره بوتلل.

بلخوا په خیبر ایجنسۍ کې وسلوالې ډلې لشکر اسلام ویلي چې د یادو کسانو په تښتولو کې لاس نه لري. تښتول شوي کسان شینواري قبایل ښودل کیږي، او د خلاصون لپاره یې په قومي کچه هم هلې ځلې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG