د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د پېښور له ماشوخېلو نهه کسان تښتولي دي


راپورونه وايي چې وسله والو د پیښور د ماشوخیلو سیمې نه نهه کسان تښتولي دي.

ماشوخیل د بډه بیرې تهاڼې په حدودو کې راځي خو د پیښور ښار د پولیسو د معلوماتو د مرکز یو چارواکي مشال ریډیو ته د دې خبرې پخلې کړې چې دغه کسان د لښکر اسلام وسله والې ډلې له خوا تښتول شوي دي. البته د دوي د کره شمیرې په اړه يي څه ونه ویل.

په خیبر ایجنسۍ کې د لښکر اسلام وسله والې ډلې ویاند حضرت عمر وايي چې دوي د بډه بیرې له پیښې سره يي هیڅ تعلق نشته او دوي هیڅوک هم نه دي تختولي.

بل خوا د باړې پولیټیکل چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د بډهه بیرې د پیښې وروستو په اکاخیلو سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG