د لاسرسي ځای

تازه خبر

شل۲۰ اووریزه جهاني کریکټ: د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لوبې ټول ټیکټونه پلورل شوي


Afghanistan-- Afghan cricket team won the supper 4 UAE championship, 14February 2010
Afghanistan-- Afghan cricket team won the supper 4 UAE championship, 14February 2010

نړیوالې کریکټ شورا له لوري د کریکټ پنځمه جهاني سیالۍ د مارچ پر ۱۶مه نېټه په بنګله دېش هېواد کې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ په لومړنۍ لوبې سره پېلېږي

نړیوالې کریکټ شورا له لوري د کریکټ پنځمه جهاني سیالۍ د مارچ پر ۱۶مه نېټه په بنګله دېش هېواد کې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ په لومړنۍ لوبې سره پېلېږي چې پکې په لومړي ځل د ای سي سي شپږ غړي هېوادونه (افغانستان، هانګ کانګ، ایرلېنډ نېپال، هالېنډ او متحده عرب امارات هم ورته راوتلي دي.


دغه لوبډلې د ای سي سي جوګه کېدو شل شل اووریزه جهاني سیالیو کې چې په متحده عرب اماراتو کې په ۲۰۱۳م کال ترسره شولې د بنګله دېش اوسنیو جهاني سیالیو ته ووتلې.

د هند او پاکستان تر منځ لومړۍ لوبه به د ستر لسم پړاو له مخې پر ۲۱م مارچ کېږي. نیمه پایلوبې به یې پر ۳ او ۴م اپرېل وي. او پایلوبه به یې پر ۶م اپرېل کېږي.

اسیايي کریکټ جام کې د بنګله دېشیانو لوالتیا رښته ډېره وه، دې په کتو به د افغانستان او بنګله دېش لومړنۍ لوبه هم د تېر په شان ګڼ نندارچیان ورمات کړي چې د هغې لوبې برۍ د افغانستان په برخه ووت.

د ای سي سي پر وېبپاڼه راغلي چې د لوبې ټول ټیکټونه پلورل شوي دي، چې د میرپور لوبغالي کې به کېږي.

په لومړي پړاو کې به د اتو لوبډلو تر منځ د غوراوي لوبې کېږي، چې په دې کې به دوه لوبډلې ستر لسم پړاو ته وخېږي. چې هلته له وړاندې اتو لویو لوبډلو ته به مخامخېږي.

د غواري پړاو په دوو ډلو برخو وېشل شوی دی. په الف ډله کې بنگلہ دیش، افغانستان، نیپال او ہانگ کانگ او ب ډله کې ایرلېنډ، زیمبابوې، ہالېنډ او متحدہ عرب امارات راځي.

له الف ډلې ګټونکی ټیم به په وروستي پړاو کې دویم ګروپ له ټیمانو پاکستان، هند، استرالییا او د شل شل اووریزه لوبو اتل وېسټ انډیز سره لوبه کوي.

د ب ډلې ګټونکی ټیم به بیا له اول ګروپ ټیمانو سره چې سري لنکا، انګلستان، نیوزي لېنډ او جنوبي افریقا پکې راځي لوبو ته مخامخېږي

د اول ګروپ لوبډلې به خپلې لوبې په چیټاکانګ او د دویم ګروپ ډلې به خپلې لوبې په میرپور کې کوي.
XS
SM
MD
LG