د لاسرسي ځای

په کوټه کې چاودنې ١٠ تنه وژلي، ۴۰ ژوبل


نن د جمعې ورځې پر ماسپښين په کوټه کې چاودنه شوې، چي لس تنه پکې وژل شوي او شاوخوا ۴۰ تنه ټپيان شوي دي. پوليس وايي د چاودنې هدف د ملېشه ځواکونو موټر وو،


نن د جمعې ورځې پر ماسپښين په کوټه کې چاودنه شوې، چي لس تنه پکې وژل شوي او شاوخوا ۴۰ تنه ټپيان شوي دي. پوليس وايي د چاودنې هدف د ملېشه ځواکونو موټر وو، خو هغوى ته پکې کوم زيان نه دى رسېدلى. د چاودنې مسووليت هېڅ یوې ډلې تر اوسه لا نه دى منلى.


د جمعې په ماسپښين تر لمانځه وروسته د کوټې ښار په منځ کې يوه ښاري ولسي بس ته نيژدې زوروره چاودنه وشوه، چي شاوخوا دېرشو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. چاودنه د ښار په منځ کې پر جناح سړک (ساينس کالج) او ملکي روغتون ته نيژدې پر (شهيدانو چوک) باندې وشوه.

پوليس چارواکي وايي، چاودېدونکي مواد په يوه ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو، چي وايي هدف يې د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکى موټر وو، خو هغه د پېښې له ځايه لرې وو او چاودېدونکي مواد د سرياب سيمې پر ولسي ښاري بس باندې ور وچاودېدل.

د چاودنې ږغ په ښار کې تر لرې ځايونو پورې واورېدل شو، پوليس او د مرستندويو ډلو کارکوونکي سمدستي د پېښې ځايه ته را و رسېدل او د چاودنې قربانيان يې سمدستي ور څېرمه ملکي روغتون ته يووړل.

د روغتون يوه مسوول ډاکټر کريم رسنيو ته وويل، د چاودنې په قربانيانو کې لس تنه وژل شوي او شاوخوا پينځويشت تنه ټپيان دي، چي په هغوى کې هم د څو تنو حالت نازک بلل کېږي. په چاودنه کې دوه پوليس عسکر، دوې مېرمنې او يو ماشوم هم ټپي شوي دي.

پوليس وايي په چاودنه کې پينځه کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي، چي له کبله يې ولسي بس او د چاودنې ځاى ته څېرمه ولاړ څو موټر او رکشې هم په بشپړه توګه تباه کړي دي.
دا چاودنه په داسې وخت کې شوې، چي د چاودنې ځايه ته په لږ فاصلې سره د جماعت اهلسنت والجماعت ګوند له خوا په (هاکي لوبغالي) کې يوه ولسي غونډه روانه وه، چي زرګونو تنو پکې ګډون کاوه. جماعت اهلسنت والجماعت د وسلوالې سني ډلې لښکري جنګوي سياسي ډله بلل کېږي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG