د لاسرسي ځای

د بلوچستان په ټولو تعليمي ادارو کې به په مورنۍ ژبه تعليم لازمي وي


((د مورنۍ ژبې مضمون نه يوازې په سرکاري سکولونو کې لازمي ګرځول سوی دی بلکې په ټولو پرايوېټ سکولونو او مذهبي مدرسو کې يانې چې چيرته هم درس او تدريس کيږي، هلته به ماشومان خاماخا مورنۍ ژبه وايي او زده کوي به يې.))

د بلوچستان صوبايي حکومت د ۲۰۱۳م کال د انتخاباتو په نتيجه کې په واک کې له راتلو سره سم اعلان وکړ چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبو زده کړه ورکول د دوی په لومړيتوبونو کې ده او دوی به په ۲۰۱۴م تعليمې کال کې دا کار په عملي توګه پېل کړي.


د دې لپاره صوبايي حکومت د پښتو، بلوڅي او براهوي ژبو له تعليمي ماهرينو سره غونډې وکړې او له اول څخه تر پنځم ټولګې پورې يې د نصاب جوړولو پروژه پر مخ يووړه. که څه هم يادو کمېټيانو نصاب بشپړ کړ او حکومت ته يې وسپاره خو بيا هم د څو مياشتو تر تېرېدو وروسته د حکومت لخوا د مورنيو ژبو کتابونه نه دې چاپ شوي.

دا چې ولي تر اوسه په ښوونځيو کې د کتابونو درک نشته او صوبايي حکومت به کله په ښوونځيو کې د مورنيو ژبو کتابونه ويشي؟ د بلوچستان د اطلاعاتو صوبايي وزير رحيم زيارتوال وايي چې د دوی حکومت د مورنيو ژبو د قرارداد تر منظورېدو وروسته کار پيل کړی او په يوه مياشت کې دننه به ښوونځيو ته کتابونه ورسوي.

((موږ په باقاعده توګه قانون جوړ کړی او د بِل په بڼه مو اسمبلۍ ته وړاندې کړی او بيا مو هغه له اسمبلۍ څخه پاس کړی چې مورنۍ ژبې به په تعليم کې له اول جماعت څخه بيا پرمخ لازمي ګرځول کيږي. موږ کوښښ کوو چې د مارچ د مياشتې تر آخره يا د اپرېل د مياشتې په سر کې د پښتو، بلوڅي او براهوي ژبو قاعدې چاپ کړو او ټولو سکولونو ته به يې ورکړو.))

د پښتو ژبې د نصابي کمېټۍ ځينو غړو مشال راډيو ته ويلي چې دوی د پارليماني کمېټۍ په غونډه او تر هغه مخکې د نصابي کمېټۍ په غونډو کې دا پرېکړه کړې وه چې په ښوونځيو کې به پښتو او نورو مورنيو ژبو ته د لازمي مضمون حيثيت ورکول کيږي. په دې لړ کې د کوټې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې پخوانی مشر او د پښتو د نصابي کمېټۍ غړی ډاکټر نصيب الله سيماب وايي:

((موږ د نصاب په حواله څو ځلې د سېکرټري تعليم سره غونډې وکړې. همدا ډول د نصاب له ډايريکټر او بيا تر هغه وروسته له پارليماني کمېټۍ سره زموږ غونډه وشوه. موږ تر پنځم جماعت پورې د پښتو ژبې نصاب تيار کړی او ورسره مو د پښتو ژبې قاعده جوړه کړه. د دې هر څه تر تيارېدو وروسته دا پرېکړه وشوه چې دا به د لازمي مضمون په حيث تدريسيږي.))

که څه هم د روان کال د جنوري په مياشت کې صوبايي اسمبلۍ په مورنيو ژبو د زده کړې بِل منظور کړی چې اوس د يوه قانون بڼه لري خو د نصابي کمېټۍ ځينو غړو مشال راډيو ته وويل چې مورنيو ژبو ته د لازمي مضمون نه بلکې د اضافي مضمون درجه ورکړل شوې ده ياني که د ماشوم خوښه وه نو لولي به يې او که يې نه وه خوښه نو نه به يې لولي. د دوی دغه اندېښنه چې مې کله د اطلاعاتو له صوبايي وزير عبدالرحيم زيارتوال سره شريکه کړه نو نوموړي وويل چې په ټولو سرکاري او غېر سرکاري تعليمي ادارو کې به هر ماشوم د مورنۍ ژبې مضمون د لازمي مضمون په حيث لولي.

((د مورنۍ ژبې مضمون نه يوازې په سرکاري سکولونو کې لازمي ګرځول سوی دی بلکې په ټولو پرايوېټ سکولونو او مذهبي مدرسو کې يانې چې چيرته هم درس او تدريس کيږي، هلته به ماشومان خاماخا مورنۍ ژبه وايي او زده کوي به يې.))

په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم د ۱۹۸۰مې لسيزې په پای کې په مورنۍ ژبو زده کړې پېل شوې خو څو کاله وروسته دا پروژه بنده شوه. د تعليم، ساينس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو اداره يونيسکو په خپل يو قرارداد کې ليکي چې په مورنۍ ژبه تعليم د هر ماشوم حق دی او له همدې کبله د فبروري ۲۲مه نېټه هر کال د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه نمانځل کيږي. د دې ورځې مقصد د مورنۍ ژبو له ارزښته خلک خبرول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول دي.
XS
SM
MD
LG