د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې موتر چپه شوی یو تن مړ او ۱۷ ژوبل


نن د جمعې پر سهار د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د يوه درې سوه درې موټر د چپه کېدو له امله ۱۷ تنه زخمي شوي دي.


د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي، دغه درې سوه درې موټر له کندهاره را روان وو چې نن سهار په جنډه سيمه کې له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

په پېښه کې يو ماسفر مړ شوی هم دی.

چارواکي وايي، د زخميانو حالت ښه دی او دا مهال د غزني په مقر او ګيلان ولسواليو کې شته کلينيکونو ته لېږدول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG