د لاسرسي ځای

پېښور کې ځانمرګی برید او کوټه کې چاودنه، ګڼ مړه او ژوبل


بلخوا د بلوچستان مرکز کوټه کې له یوې بمي چاودنې ګڼ خلک ژوبل شوي دي. نور حال به یې وروسته درکړو.

نن د جمعې ورځ د مارچ پر ۱۴مه نېټه د پېښور ښار په څنډو کې د سربند سیمه کې یوه ځانمرګي برید اووه تنه وژل او څه باندې شل تنه نور یې ژوبل کړي دي. د مشال راډیو خبریال د ځايي پولیس چارواکو له خولې وايي چې په وژل شویو او ژوبلو کې ښځې، ماشومان او د پولیس سرتېري شامل دي.

د خېبر پښتونخوا مرکز په داسې کې یو وار به د ترهګرۍ ښکار کېږي چې د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو د ټاکل شویو پلاوو استازي د روغې جوړې خبرو لپاره په شمالي وزیرستان کې سره لیدلي دي.

بلخوا د بلوچستان مرکز کوټه کې له یوې بمي چاودنې ګڼ خلک ژوبل شوي دي. نور حال به یې وروسته درکړو.
XS
SM
MD
LG