د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:د ملي اردو پنځو سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته


د پنجشنبې په ورځ سهار مهال د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک غاړې تر څنګ د ځای پر ځای شویو باروتو د چاودنې له کبله د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.


اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالي، چې د یاد ولایت لویدیز ته د خوست-ګردیز سړک په اوږدو کې پرته ده، د خوست د امن لرونکو سیمو څخه شمېرل کیږي.

په خوست کې د ملي اردو د مطبوعاتي دفتر مشر مشال راډیو ته وویل، چې چاودنه د ملي اردو رینجر موټر پسې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د دوه سرکه په سیمه کې د سړک تر غاړې په یوه بوجۍ کې د ځای پر ځای شویو باروتو د چاودنې له کبله رامنځته شوې او په کې د ملي اردو د اولې لواء دوه سرتیرې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د پیښې په ځای کې د کشفي ادارو له خوا پلټنې پیل شوي تر څو د پېښې عامیلن مالوم او ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG