د لاسرسي ځای

د ملایشیا د ورکې شوې الوتکې لا هم پته نه ده لګېدلې


د ملایشیا او وېتنام چارواکي وايي چې په هغو تصویرونو کې د ورکې شوې الوتکې څه نښې نشته چې د چین سپوږمکۍ په جنوبي چینايي سمندر کې موندلي دي.


د ملایشیا دا الوتکه د شنبې پر ورځ په داسې حال کې ورکه شوې وه چې له کوالالمپوره، بیجینګ ته روانه وه او ۲۳۹ کسان په کې سپاره ول.

د بېلا بېلو هیوادونو سمندري او هوايي ځواکونه تر ۹۰زره مربعه کلومیټره زیاته سیمه کې، په لټون بوخت دي.

په عین حال کې، وال سټریټ ژورنال پلټنو ته د نژدې دوو کسانو له خولې لیکلي دي چې دا الوتکه خپل وروستي تصدیق شوي مقام ته تر رسېدو وړاندې شا و خوا څلور ساعته په هوا کې وه.

د ورځپاڼې په خبره، د الوتکې له انجنه په اتومات یا خودکاره ډول تر لاسه شوي مالومات ښيي چې الوتکې ټول پینځه ساعته الوت کړی وو.
XS
SM
MD
LG