د ترکيې په استنبول ښار کې د چارشنبې په ورځ په زرګونه کسانو د یو ۱۵ کلن هلک د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته.
د بیرکین الوان په نامه دا هلک په تېر اوړي کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې ژوبل شوی وو او د سېشنبې په ورځ مړ شو.
د هغه مرګ د نوی تاوتریخوالی پارولی دی.
نوموړی هغه وخت د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ په نښتو کې پر سر د اوښکو بهونکي ګېس په سلنډر لګېدلی او کوما ته تللی وو چې د ډوډۍ اخیستنې لپاره تناره ته روان وو.
د دې هلک د مړینې د خبر له خپریدو سره د ترکي په څو ښارونو کې د سېشنبې په شپه د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ تازه نښتې شوې دي.
د چهارشنبې په ورځ، پولیسو د زرګونه مظاهره کوونکو د خوریدو لپاره اوښکي بهونکی ګېس استعمال کړ او پر هغوی یې اوبه وشیندلې.