په شمالي وزیرستان کې د یوې وسله والو نښتې په نتیجه کې څلور وسله وال او یو عام کس وژل شوي دي.
د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د چارشنبې په ماښام د میرامشا په سرګردان چوک کې وشوه.
دوی وايي، نامالومه وسله والو پر یو موټر برید وکړ چې پکې د ځايي وسله وال حافظ ګل بهادر ډلې پخوانی ویاند احمدالله احمدي او د هغه دوه ساتونکي ووژل شول.
د سیمې اوسېدونکي وايي ، په دې پېښه کې پر موټر یو برید کوونکی وسله وال او یو عام کس هم وژل شوي دي.
حکومتي چارواکو هم دا پېښه تاید کړېده خو د احمدالله احمدي د وژل کېدو پخلی یې نه دی کړی.
د احمد الله احمدي خپل نوم عبدالرحمان وو او په سیمه کې په ګوډ عبدالرحمان پېژندل کېده.
دی په دې وروستیو کې د حافظ ګل بهادر ډلې د ویاند له دندې ګوښه کړل شوی وو.
په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې ځینې وسله وال په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
د چارشنبې د ماښام پېښې پړه چا نه ده منلې.