د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې اصلي مسلو ته پام نه کېږي


په ال عرېبیه وېب پاڼه کې لیکوال منصور جعفر لیکي چې یو مشهور متل دی چې کله روم د سوځېدلو په حال کې و نو د هغه وخت پاچا نیرو خپله د موسیقۍ آله وایولین غږوله.

په ال عرېبیه وېب پاڼه کې لیکوال منصور جعفر لیکي چې یو مشهور متل دی چې کله روم د سوځېدلو په حال کې و نو د هغه وخت پاچا نیرو خپله د موسیقۍ آله وایولین غږوله.


لیکوال پوښتنه راپورته کوي چې بنده په فکر کې شي چې ایا په زرګونو کاله زوړ دغه متل د نن صبا له حالاتو سره سمون خوري که و کتل شي نو پاکستان هغه یو هېواد دی چې واکمنان ېې دغه متل ریښتیا ثابتوي.

لیکوال ليکي یوی خوا ته د پاکستان په سند صوبه کې په تر پارکر سیمه کې د دوه زرو کسانو ژوند د لوګۍ له امله له خطر سره مخامخ دی نو بل خوا هم د سیمې انتظامیه په ورستیو کې په یوه بې فایده کلتوري مېله په بلینونو ډالری لګولو کې بوخت وه.

لیکوال لیکي حکومت د اپوزیشن لخوا د میډیا پر هغو رپورټونو د سخت غبرګون ښودلو وروسته بالاخر خپله توجه ترپارکر سیمې ته واړوله چې پکې ويل شوي دغلته د سلګونو ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان د لوګی له امله مړه شوي دي.

څو میاشتې وړاندی وزیراعظم نواز شریف د خپل سیاسي حریف او پخواني صدر اصف علي زرداري سره د تر پارکر کویلی د پروژی پرانسته وکړه، چې مقصد يې په ملک کې د انرجۍ د بحران حل لاره موندل دي. د یادی پروژې د پرانستی پر مهال وزیراعظم د سند صوبې د ترقي خوب پوره کېدلو دعوې وکړې.

نوموړي په دغه موقع د ترپارکر سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوراک او اوبو د بنیادي سهولتونو د ورکولو ژمنه هم کړې وه.
XS
SM
MD
LG