د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: بې واسطې خلکو ته د ټاکنو کارتونه نه ورکول کیږي


د خوست یو شمېر خلک شکایت کوي، چې د ټاکنو د کارتونو د ترلاسه کولو له پاره په ساعتونو، ساعتونو د مراجعینو په لیکو کې ولاړ وي او په ډېر ځنډ دوی د رایې اچونې کارتونه ترلاسه کوي.

د خوست یو شمېر خلک شکایت کوي، چې د ټاکنو د کارتونو د ترلاسه کولو له پاره په ساعتونو، ساعتونو د مراجعینو په لیکو کې ولاړ وي او په ډېر ځنډ دوی د رایې اچونې کارتونه ترلاسه کوي.


دوی ویل، چې ډیری مراجعین د ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو څخه د کارتونو ترلاسه کولو له پاره راځي، خو د دې پرځای چې په بیړه ورته کارتونه جوړ شي او نور خلک هم د کارتونو اخیستو ته وهڅول شي، دې حالت او ځنډ نه خوابدي کیږي او د کارتونو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

په دې وروستیو کې د کارتونو داخیستلو په بهیر کې د ډيروالي اساسي لامل دادی، چې د ولایتي شوراګانو او د ولسمشری د نوماندانو دفترونه هڅه کوي، چې خپلو پلویانو ته د رایې اچونې کارتونه ترلاسه کړي.

عبدالرحمن چې د تڼیو ولسوالۍ د لغوړي کلي اوسیدونکی دی د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې دوه ځلې مخکې هم د کارت د اخیستلو له پاره نوموړي محل ته راغلی وو او د کارت په اخیستو نه وو، بریالی شوی اوس هم د لسګونو کسانو د قطارونو په یوه څنډه کې ولاړ دی.

هغه د کارتونو په ترلاسه کولو کې د واسطو خبره کوي او وايي، چې بې واسطې خلک کارت نه شي اخیستی:

((دوه وارې مخکې هم راغلی وم او دا مې دریم وار دی، په لین کې به ولاړ وم خو ماته به وار نرسیده، مطلب دا دی چې ما به خپل کار وبار ته دوه درې ګنټې وقفه ورکړه، چې کارت واخلم، خو بیا به مې په دې وخت کې کارت وانخیستلی شو، د دې کبله چې دلته ټوله واسطه ده، لین کې به ولاړ وې، دوه درې ګنټې، واسطې سړی راځي، خو دلین والا چې واسطه نه لري، همداسې ولاړ وي.))

د خوست د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ اوسیدونکی چې کارت اخیستلو له پاره خپل نوبت ته ساعتونه شماري، مشال راډیو سره په خبرو کې د کارتونو د وېش د محلونو د ډېرولو غوښتنه کوي:

((زما نوم عبدالبادشاه دی، د تریزیو د زیړۍ غونډۍ اوسیدونکی یم، فعلاً راغلي یو دې مرکز ته او دانتخاباتو کارت اخلو، ډېره ګڼه ګوڼه ده او ډېر مخلوق راغلی ده، موږ دا شکایت لرو، چې کله ګهیځ خلک راشي، سهار اوه بجې خو تر یوولسو یا دولسو بجو ورته نوبت نه ورځي، د دولت نه دا غواړو چې دا ډول حوزې دې په مرکز کې دوه درې نورې هم خلاصې شي، تر څو دا رش خلاص شي.))

یو تن ځوان چې کارت اخیستو ته بې صبره دی، زموږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو کارت د څه له پاره اخلي، خپل نظر راسره په دې توګه شریک کړ:

((افسرخان خبرې کوم، موږ د دې له پاره ټاکنې کوو، چې یو مسلمان او خدمتګار ورورته دا کارتونه وکاروو، تر څو دې وطن ته خدمت وکړي، بس غوښتنه مو داده هر سړی چې کامیابیږي، چې په ښه ډول دې وطن او خلکو ته خدمت وکړي.))

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سرپرست شفیق وفا د کارت اخیستلو له پاره د خلکو ګڼه ګوڼه او د قطارونو شتون تائیدوي او زیاتوي، چې په دې وروستیو کې يې د نارینه وو له پاره یو نوی محل تشکیل کړی دی:

((ما مخکې عرض وکړو، چې پخوا مو دوه محله درلودل، چې یو د نارینه او بل يې د ښځو له پاره وو، د خلکو د زیاتیدو او د خلکو د زیاتې غوښتنې له کبله موږ مرکزي دفتر ته یو پیشنهاد وکړ، چې یو محل بل هم باید علاوه شي، له نیکه مرغه زموږ دا غوښتنه ومنل شوه او د خوست په ولایت کې د نارینه وو له پاره یو بل محل هم ډېر شو، تر هغه اندازې چې موږ پورې تړاو لري، یو محل مو ورته اظافه کړی ده او ټول مامورین مکلف دي، چې په رسمياتو کې موجود وي او د دوی په خدمت کې دې کارتونه ورکوي.))

شفیق وفا د خلکو د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا محلونه خو د کارتونو له پاره بسنه نه کوي او خلکو ته په کارت اخیستلو کې تکلیف دی، ده ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د ټاکنو کمیسیون د مرکزي دفتر څخه د دریم نوي محل غوښتنه وکړي:

((واقعاً لکه څرنګه چې تاسو د نوي مرکز غوښتنه وکړه، بیا هم د خلکو غوښتنې زیاتې دي، خلک په زیاته اندازه په قطارونو کې ولاړ وي، موږ به بیا هم د خپل مرکزي دفتر سره تماس وکړو او د یو بل محل غوښتنه به هم وکړو.))

د یادونې وړ ده د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د حمل د ۱۶ مې ټاکنو ته د ولسمشری له پاره یوولسو تنو او د ولایتي شوراګانو له پاره شاوخوا دوه زره اوه سوه کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي، د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسون د مسوولینو په وینا ښایي ډير ژر په تعلیمي اسنادو کې د ستونزو له کبله د ولایتي شوراګانو نږدې څلورسوه کاندیدانو نه د کاندیداتوری حق واخیستل شي.
XS
SM
MD
LG