د لاسرسي ځای

طالبانو ته یوازې دفتر نه نور هم ډېر څه ورکولای شو، پروېز خټک


پېښور - د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وايي، که وفاقي حکومت ورسره ملاتړ وکړي نو دوی وسله والو طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانیستو ته تیار دي.


له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر وخت خټک وویل، له وسله والو طالبانو سره د خبرو په بهیر کې دې د قبایلي سیمو استازي هم شامل کړل شي.

دی وايي، له دفتره پرته نور هم ډېر څه طالبانو ته ورکولای شي.

دی وايي، د حکومتي کمېټۍ لپاره دوی د ګلزار خان نوم ورکړی دی چې هغه دې د پښتونخوا استازی کړي.

له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG