د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې چارواکو شراب نیولي دي


د بغلان چارواکي وایې، پولیسو پرون دوه کانټینره شراب چې له تاجکستانه کابل ته وړل کیدل، ترلاسه کړي دي.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د چارشنبې پر ورځ، خبریالانو ته وویل، چې په دې کانټینرونو کې شاوخوا ۳۷۰۰۰ بوتله شراب موجود ول او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

بشارت وویل، چې تر دې مخکې په بغلان کې څو ځلې مخدره مواد نیول شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په دومره پيمانه شراب د پولیسو لاس ته ورځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG