د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو ملاتړ ټولنه کابل کې د سویډني خبریال وژنه غندي


نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یو ځل بیا پر افغان حکومت غږ کړی دی چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د دې ادارې مشر وحیدالله توحیدي د چارشنبې پر ورځ، په یوه خبري غونډه کې په کابل کې د نیلس هارنر په نامه د یوه سویډني خبریال وژنه او په بلخ کې د یوه خبریال وهل ټکول وغندل.

توحیدي په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې اندیښنه څرګنده کړه.

نوموړی وایي د ۲۰۱۴ز کال له پيل سره په افغانستان کې د یوه بهرني خبریال په ګډون درې خبریالان وژل شوي دي.

د محاذ فدایې په نامه د وسله والو طالبانو یوې ډلې د سویډني خبریال وژنه منلې او ادعا کوي چې هغه خبریال نه بلکې جاسوس وو.

نیلس هارنر د سې شنبې پر ورځ په کابل کې له یوه لبناني رستوران سره نېږدې په مرمۍ وویشتل شو.

دی په ژوبل حالت کې روغتون ته ورسول شو او بیا هلته مړ شو.

د خبریالانو ساتنې ټولنې له وینا سره سم، افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو یو دی چې پکې د خبریالانو د کار او ژوند مخې ته خنډونه او ګواښونه موجود دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG