د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالجبار نعیمي:مارشال فهیم د سولې په پروسې باور درلود


مارشال محمدقسیم فهیم په دې باور وو، چې افغانستان کې دایمي ثبات او سرتاسري سوله یوازې وسلوالو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې له لارې ممکنه ده، مارشال فهیم سره له دې چې، په دې مفکوره کې د خپلو یو شمېر ملګرو د نظریاتي اختلافونو سره مخامخ وو.

مارشال محمدقسیم فهیم په دې باور وو، چې افغانستان کې دایمي ثبات او سرتاسري سوله یوازې وسلوالو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې له لارې ممکنه ده، مارشال فهیم سره له دې چې، په دې مفکوره کې د خپلو یو شمېر ملګرو د نظریاتي اختلافونو سره مخامخ وو، خو بیا هم د سولې شورا د تشکیل او د سولې د هڅو د پیلولو په خاطر د ولسمشر کرزي تر څنګ ودریده.


دغه ټکی د سېشنبې پر ورځ خوست والي عبدالجبار نعیمي د مارشال محمد قسیم فهیم د فاتحې په مراسمو کې څرګند کړ، کوم د خوست د ګڼو ملکي او پوځي کسانو له خوا د میلمستون په ودانۍ کې ترسره شوه.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم د اوه پنځوسو کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله د یکشنبې پر ورځ په کابل کې وفات شو، چې مړی يې د سه شنبې په ورځ د ځانګړو پوځي تشریفاتو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی په تیرو درې لسیزو کې د افغانستان په پېښو کې له بانفوذه څېرو څخه ګڼل کېده.


عبدالجبار نعیمي په وروستیو دریو لسیزو کې د روسانو په شړلو او د یو ځواکمن مرکزي حکومت په جوړولو کې د مارشال رول د اهمیت څخه ډک وباله:

((د رئیس صیب جمهور د نظر په تائید د سولې د پروسې سره يې ډېره زیاته مرسته وکړه، با وجود ددې چې ډېر فشارونه ورباندې ول، بیا يې هم وویل، چې د سولې شورا او د سولې له پاره تلاشونه دا په افغانستان کې د سولې تضمین کوي، په دې کې باید په هر ډول چې کیږي موږ په کې خپل رول ولوبوو، چې خوشبختانه په دې لاره کې يې ښه رول ولوباوه.))

د خوست د دیني عالمانو د شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې افغانان باید له داسو خواشینونکو پېښو ډېر متاثره نه شي، بلکې د راتلونکې نوي انتخابي حکومت او ودان هېواد دجوړولو له پاره هڅې وکړي:

((موږ باید مایوسه نه شو، د خپل راتلونکې فکر ولرو، د وطن د جوړولو، د حکومت د جوړولو، د خلکو د یووالي د مینې او اتفاق په ارتباط باید کارونه او هڅې وکړو، کوشش باید وکړو، لکه څرنګه چې فهیم صیب څومره دلاور، تکړه او شجاع انسان وو، داسې شجاعت هر افغان او د دوې وطن هر وګړی په زړه کې او په ځان کې پیدا کړي.))

د خوست ولایتي شورا مرستیال جانمیر ځاځي مشال راډیو سره په خبرو کې راتلونکې ټاکنې مهمې وبللې او ويې ویل، چې افغانان ګډه او هېوادنۍ وجیبه لري، چې اهل کسانو ته د باور رایه ورکړي او په یاد بهیر کې خپله ونډه پراخه کړي:

((په ټول ولس دا غږ کوم، چې دوی مخ ته د انتخاباتو ملي پروسه لري، دوی باید مایوسه نه شي، په ډېر لوړ اتفاق او اتحاد او لوړ اواز سره د انتخاباتو په بهیر کې برخه واخلي، چې خپل راتلونکی ولسمشر په خپله خوښه وټاکي، د هېواد د بیا رغونې اتفاق او اتحاد له پاره کارونه وکړي.))

د یادونې وړ ده، د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته ولسمشر کرزي قسیم فهیم ته د افغانستان تر ټولو لوړه د مارشالۍ پوځي رتبه ورکړه، نوموړي د ملي امنیت د رئیس، دفاع د وزیر او د ولسمشر مرستیال په توګه په لوړو دولتي پوسټونو دنده ترسره کړې ده او د پنځو کالونو راپدېخوا د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال وو.
XS
SM
MD
LG