د لاسرسي ځای

په هند کې پر پولیسو د یاغیانو برید شوی دی


هندي پوليس وايي چې د هيواد په ځنګلي سيمه چتيس ګړ کې د ماو پلویو ياغيانو په غلچکي بريد کې د دغه هيواد د نيمه پوځي ځواکونو ۱۶ غړي وژل شوي دي.

د سې شنبې راپورونه وايي، ياغيانو د ټرکونو پر هغه کاروان بريد وکړ چې هندي سرتېري يې وړل.

د دواړو خواوو تر منځ نښتې تر څو ساعتونو پورې دوام درلود.

ماو پلویو ياغيانو په داسې حال کې بريدونه پيل کړي چې د اپرېل په مياشت کې د هيواد ټولټاکنې کېږي.

د فبروري په مياشت کې هم په همدغه سيمه کې پينځه پوليس وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG