د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:ولسونه راتلونکو ټاکنو ته اميدونه لري


که يوه لور ته وسله طالبانو په يوه را استول شوې خبر پاڼه کې افغانانو ته خبردارى ورکړی چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې دې برخه نه اخلي.بل لوري ته په ننګرهار کې يو شمير قومي مشران د ټاکنو په بهير کې د دغه ولايت په امنيت ډاډمن دي

که يوه لور ته وسله طالبانو په يوه را استول شوې خبر پاڼه کې افغانانو ته خبردارى ورکړی چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې دې برخه نه اخلي. بل لوري ته په ننګرهار کې يو شمير قومي مشران د ټاکنو په بهير کې د دغه ولايت په امنيت ډاډمن دي او وايي چې دوی به په په راتلونکو ټاکنو کې پوره ونډه اخلي او هم به له امنيتي ادارو سره د امنيت په خوندي ساتلو کې مرسته کوي. د ننګرهار امنيتي ځواکونه هم خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ټاکڼو په مرکزونو کې به د هر ډول امنیتی ستونزو مخه نيسي.


د ننګرهار يو شمير قومي مشران وايي چې د د دغه ولايت امنیتي فضا د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکڼو لپاره برابره ده او دوی به په پراخه کچه په ټاکنو برخه اخلي.

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د خوګاخيلو قومي مشر ملک محمود وايي چې د راتلونکو ټاکټو په بهير کې به ولسي وګړي د امنیتي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي.

« انشاالله زموږ قومونه، ولسونه اوخلک چې دې انتخاباتو ته ډير ليوال دي، ډير ورته خوشبينه دي او ډير خوښ دي. او بله چاره هم نوره نشته انقلاب تير شولو. اوس غواړي چې هر رنګي وي، موږ انتخابات وکړو، موږ خپلې رايې ورکړو، موږ خپل ضمير په يو داسې ځای کې استعمال کړو چې هغه يو ښه سړي، مسلمان سړي وي، اوس دولت پورې اړه، انشاالله ولسونه به ورسره پوره پوره همکاري کوي.»

د کوټ ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک نورزاد هم په دغه ولسوالۍ کې د ټاکنو په وړاندې کومه امنيتي ستونزه نه ويني.

« زه خپله د کوټ ولسوالۍ کې اوسيږي، تر اوسه پورې خو ما خپله داسې څه مشکل نه دی ليدلی. او انشاالله تر اوسه داسې څه خبره نه شته، زه خپله د کوټ ولسوالۍ کې کمپين کوم.»

د بهسودو ولسوالي قومي مشر ملک زرمحمد وايي چې په سيمه کې يې ښخو او نرانو د انتخاباتو کارتونه اخيستي چې په پوره اطمنان به د خپلې خوښي کانديد ته رايه ورکوي.

« د خدای فضل دی، اوس امنيت هم راغلی او ماموريت هم جوړ شوی دی. انشاالله ډير خلک ښځې او نر اميدواره دي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.»

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد وايي چې له تيرو دوه مياشتو راهيسې يې د ګڼ شمير ټاکنيزو حوزو امنيت تامين کړي او ډير ژر به هغه سيمې هم له وسله والو پاکې کړي چې ټاکنيز بهير ته په کې ګواښ متوجه دی.

« انشاالله موږ اوس هم ډير وخت لرو، د ولسواليو لپاره ډير جدي پلانونه لرو چې د ملي پوليسو او ملي اردو په همغږۍ به دا پلانونه ډير ژر تر سره شي. او هلته به ډير ژر امن راولو چې د هيڅ چا پاره دا ستونزه نه وي. په تيرو دوه مياشتو پّ جريان کې چې لوړ تهديدونه وو، هغه ښکته ته راغلي، او انشاالله خلک به وکولای شي چې په ډير ارام او اسوده ډول رايې استعمال کړي. دا نهديدونه چې په کوم ځای کې فيصدي غوندې موجود وي هغه به هم له منځه يوسو.»

وسله والوطالبانو وړاندې هم د ټاکنو د گډوډولو گواښونه کړي خو دا ځل په کې د رايو د مرکزونو په نښه کول نوې خبره ده او دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره څه د پاسه درې اونۍ پاتې دي.
XS
SM
MD
LG