د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایل وايي، لا هم په اېف سي ار کې بدلونونه نه عملي کېږي


لواړګی - د خیبر اېجنسۍ اوسېدونکي وايي، د قبایلي سیمو په جنايي قانون کې اصلاحات لا هم نه عملي کېږي او د پخوا په څېر د یوه تورن کس په سر ټوله قبیله نیول کېږي.


ځايي اوسېدونکو د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، کله چې د نا امنۍ پېښه وشي نو انتظامي چارواکي په لسګونه خلک نیسي.

د سیمې یو اوسېدونکی نیاز امین اپریدی وايي، ټول حالات د پخوا په څېر دي.

((د یوه کس په سر ۴۰ یا ۵۰ کسان نیول کېږي او ځوروي یې، موږ هیڅ تبدیلي و نه لیده، هیڅ تپوس نشته، امنیتي ځواکونه په کورونو ننوځي او پر دې موږ ډېر خپه یو. که یو کس پکار وي نو یوازې د هغه ونیسي. نورو خلکو څه ګناه کړې ده.))

د لواړګي اوسېدونکی یونس اپریدی وايي، څو ورځې مخکې د خیبر درې پر لار پر پاکستانیو امنیتي سرتېرو برید وشو. د ده په خبره، تر دې پېښې وروسته حکومت د دوی د قبیلې شا و خوا ۱۰۰ کسان ونیول.

((د ملک په نورو برخو کې داسې نه کېږي. په دې وروستیو ورځو کې د اسلام اباد په کچریو کې هم چاودنې وشوې خو هلته د نېږدې کورونو والا خلک چا ونه نیول. یوازې له موږ سره دا ظلم کېږي.))

په دې اړه مو د خیبر د لواړګي له مرستیال پولیټیکل اېجنټ طیب عبدالله سره د رابطو هڅه وکړه، خو بریالي نشو.

د خیبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی شاه جي ګل اپرید وايي، په دې اړه یې د پاکستان کورنیو چارو وزارت او وزیراعظم ته ویلي دي.

((ما د خلکو ستونزې له هغوی سره شریکې کړې. دا مې ورته ویلي دي چې قبایلي ولس تر هغو په یوه پېښه کې ذمه وار نشي ګرځول کېدای چې هلته د ملکي یا سېول انتظامیې اختیارات وي حواله کړي.))

شاه جي ګل اپریدی زیاتوي، دی به نیول شوي کسان خلاصوي.

په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په جنايي قانون یا اېف سي ار کې یو لړ بدلونونه راوستي ول.

قبایلو د دې اصلاحاتو هرکلی کړی وو.

په اصلاحاتو کې ویل شوي ول چې د یوه کس په سر د هغه د کورنۍ یا قبیلي ټول غړي نه نیول کېږي.

د اصلاحاتو تر مخه، د یوه جرم په صورت کې باید مېرمنې، له ۱۶ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان او له ۶۵ کلونو زیات عمر لرونکي مشران به نه نیول کېږي.

اصلاحات وايي، هر تورن یا مشکوک کس باید د ۲۴ ساعتونو دننه عدالت ته وړاندې کړل شي.

د اېف سي ار په قانون کې پخوا یوه ماده داسې وه چې هر کس جرم وکړي نو د مجموعي یا ټولیزې پړې تر مخه به د هغه کورنۍ او قبیلې ټول خلک نیول کېږي.

د قبایلي سیمو ولس له اېف سي ار قانونه خوشاله نه دي.
XS
SM
MD
LG