د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیټر انډرسن د افغانستان کرکټ لوبډلې نوی روزونکی شو


د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې پر ورځ، د اسټرالیا پخوانی کرکټر او د یو شمېر لوبډلو روزونکی پیټر انډرسن د ملي لوبډلې د روزونکي په دنده ګمارلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د اعلامیې تر مخه، انډرسن به د اپرېل میاشتې له ۱۵مې د کابل په کرکټ لوبغالي کې خپل کار پیل کړي.

د کرکټ د ملي اکاډمۍ مشر ډاکتر نور محمد مراد ویلي، دوی خوشااله دي چې د پیټر انډرسن په څېر لایق سړی به د کرکت ملي اکاډمي پرمخ وړي.

دی وايي، د کرکټ په ډګر کې د انډرسن له پراخې تجربې به دوی ګټه واخلي.

انډرسن ته په ۱۹۸۷ز کال کې د اسټرالیا په کرکټ کې د روزونکي درجه ورکړل شوې وه.

دی له تېرو درو کلونو راهیسې د پاپوا نیوګیني هیواد لوبډلې کوچ وو.

تر دې وړاندې هغه د تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د اسټرالیا د بېلا بېلو کرکټ کلبونو روزونکی پاتې شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG