د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف بیا عدالت ته حاضر نشو


د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف د امنیتي وجوهاتو له کبله د سې شنبې پر ورځ ځانګړي عدالت ته حاضر نشو.

عدالت نوموړي ته امر وکړ چې د جمعې پر ورځ دې عدالت ته حاضر شي.

پر پروېز مشرف له پاکستان سره د خیانت تور دی.

تر دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اسلام اباد او راولپېنډۍ پولیسو ته د امنیت ټینګولو امر کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، القاعده او طالبان پر پروېز مشرف په عدالت کې برید کولای شي.

که پر مشرف له هیواد سره د غدارۍ تور زبات شو نو د ټول عمر په بند یا اعدام محکومېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG