د لاسرسي ځای

د چارواکو او نړیوالو استازو په موجودګۍ کې د مارشال فهیم جنازه وشوه


کابل - د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم جنازه د سې شنبې پر ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې شوې ده.


د فهیم مړی د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

ولسمشر حامد کرزی د فهیم جنازې ته اوږه ورکوي

ولسمشر حامد کرزی د فهیم جنازې ته اوږه ورکوي

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې پر ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سربېره د نورو هیوادونو استازو او بهرنیو ډېپلوماټانو ګډون وکړ.

د پاکستان په استازیتوب د هغه هیواد سرحداتو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ جنازې ته ورغلی وو.

مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم د یکشنبې پر ورځ، د ۵۷ کلونو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.

دی له اوږدې مودې راهیسې د شکر په ناروغۍ اخته وو.

د فهیم په مړینې په افغانستان کې د درې ورځني رسمي ماتم اعلان شوی وو.
XS
SM
MD
LG