د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: وچکالۍ ځپلي تر ته مرستې پېل شوې


کراچۍ:د سیند صوبې په ترپارکر ضلعه کې له وچکالۍ او لوږې د اغیزمنو شویو خلکو سره د مرستو لړۍ له اتوار ورځې راهیسې پیل شوې ده.

کراچۍ:د سیند صوبې په ترپارکر ضلعه کې له وچکالۍ او لوږې د اغیزمنو شویو خلکو سره د مرستو لړۍ له اتوار ورځې راهیسې پیل شوې ده.


د سیند صوبې اعلا وزیر سید قایم علیشاه تېره ورځ د اغیزمنو سیمو دوره کړې. پر دې مهال هغه د ترپارکر ضلعې لېرې پرتو سیمو ته له لوږې د اغیزمنو نارغانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو د شلو ډلو او دوایانو لېږلو اعلان وکړ. او د ماشومانو پر مړینه یې خپګان وښود.

په دې دوره کې د اعلا وزیر سره ملګری، د سیند صوبې کلتور وزیرې شرمیلا فاروقي مشال ریډیو ته وویل دوی هڅې کوي چې په یوه هفته کې مرستې ټول اغیزمنو خلکو ته ورسوي:

''دا سیمه موږ په تیرو وختونو کې هم ناورین ځپلې ګرځولې او دا ځل هم، څو میاشتې مخکې مو په زرګونه بوجۍ غنم ورسولي ول خو له بده مرغه د هغې په تقسیمولو کې له ځنډه کار اخیستل شوی و، تاسو ته مالومه ده په دغه ځنډ کې د کاراخیستونکو په ضد پلټنې دوام لري او ځینې کسان ګوښه شوي هم دي.اوس دې سیمې ته نورې حکومتي مرستې هم رسول شوي او د وېشلو چارې روانې دي''

بلخوا یو شمیر سیاسي او مذهبي ګوندونو د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې د ترپارکر متاثرینو سره د مرستو لپاره کیمپونه لګولي او دغو سیمو ته د خوراکي توکو او دویانو لیږدول پیل کړي دي .
د ترپارکر ضلعې په مرکز میټۍ کې موجود خبریال ریاض سهیل نن سهر مشال ریډیو ته ویلي په سیمه کې د اغیزمنو خلکو شمیر زیات دی چې له امله یې دغلته تراوسه رسیدلې مرستې کمې دي . ددې ترڅنګ د سیمې هسپتال ته د لېرې پرتو کلیو څخه د ناروغ ماشومانو د راوړنې سلسله دوام لري.

''نن چې زه ددې سیمې هسپتال ته ورغلم نو دغلته د مریضانو ډېره ګڼه ګوڼه وه،هرې مور کوشش کولو چې دده ماشوم ډاکټر مخکې معاینه کړي .د میټۍ د هسپتال د وارډونو څخه بهر هم د ناروغه ماشومانو درمنله روانه ده .دا ضلع زیاتره په کلیو مشتمله ده او دلته د میټۍ یوازنې لوي هسپتال دی"

د ریاض سهیل په خبره له سیمې څخه د خلکو د وتنې سلسله هم دوام لري.

د پاکستان د سرکاري ریډیو ترمخه ددغه هیواد لمړی وزیر نوازشریف هم نن د ورځې په اوږدو کې ترپارکر ضلعې ته ځي او دغلته به د اغیزمنو خلکو او په تېره بیا د ناروغه ماشومانو له نزدې څخه لیدنه کوي.

یاده دې وي د سیند صوبې په ترپارکر ضلعه کې د وچکالۍ له امله د سیمې خلک له لوږې سره مخامخ دي، د ضلعې په بیلا بیلو برخو کې د لوږې او نورو ناروغیو له امله په لسګونو ماشومان مړه شوي او په سلګونو نور په روغتونونو کې داخیل دي.
XS
SM
MD
LG