د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګل اغا شيرزي په جلال اباد کې غونډه وکړه


د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمد شفيق ګل اغا شيرزي د شنبې په ورځ جلال اباد ته راغلي و او د خپل انتخابي کمپين په سلسله کې يې د ختيځو ولايتونو ولسونو ته خپل پلانونه وړاندې کړل.


د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمد شفيق ګل اغا شيرزي د خپلې انتخابي مبارزې په خاطر جلال اباد ته راغلی و چې د يوې غونډې په ترڅ کې د ختيځو ولايتونو له خلکو د رايو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ولسي جرګې غړی او په ختيځو ولايتونو کې د ګل اغا شیرزي د کمپين مسوول فریدون مومند چې ياده غونډه يې په هڅو رابلل شوې وه په خپلو خبرو کې له ولسونو وغوښتل چې خپلې رايې د ګل اغا شيرزي په حق کې استعمال کړي.


« موږ ته بيا دا اميداواري پيدا شوه چې زموږ ولسونه او خلک ولسواکي غواړي، د افغانستان ترقي او ابادي غواړي او د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره او د خپل مشر د ټاکلو لپاره هر نوع قربانۍ ته حاضر دي. ستاسو په صندوق کې به رايه اچوي او انشا الله په عمل کې به يې ثابته کړي.»

د محمد شفيق ګل اغا شيرزي د کمپين عمومي مسوول سيد اسحاق ګيلاني په خپلو خبرو کې په ولس غږ وکړ چې هغه چا ته رايه ورکړي چې د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت کې يې جهاد کړي وي.
« موږ به په هغه چا پسې دريږو چې هغه په افغانستان کې جهاد کړی وي. هغه شهيدان ورکړي وي. ګل اغا شيرزي ديرش کسه د خپلې کورنۍ، د مور او پلار په شمول شهيدان ورکړي دي. زما خواهش له شیرزي صیب نه دا دی چې په طالبانو وروڼو باندې غږ وکړي چې د دې انتخاباتو پلوي وکړي، تر څو د افغانستان خلک په ارامه فضا کې انتخاباتو کې اشتراک وکړي.»

ولسمشرۍ ته کانديد محمد شفيق ګل اغا شيرزي په خپلو خبرو کې وويل: که د خلکو په رايو ولسمشر وټاکل شو، نو تر هر څه د مخه د سولې لپاره يوه ولسي کميټه جوړوي څو وتوانيږي چې وسله وال طالبان د سولې په ټغر راټول کړي.


« که سوله نه وي امنيت نه وي، افغانستان کې به ښه حکومتداري نه وي، فساد به نه وي ورک، تعليم به نه وي، هيڅ شی به نه وي. زه به د افغانستان له مسلمان ولس څخه يو داسې جرګه جوړوم، چې هغه به د افغانستان دولت ته او هغه خوابدي طالبان زموږ څخه مرور وروڼه هغوی ته به د قبول وړ وي دا جرګه که زه الله ج کاميابه کړم، دغه د جرګې کار به کوم.»

یاده دې وې چې د ولسمشرۍ د رسمي کمپين له پيلدو راهيسې ګل اغا شيرزي دريم کانديد دی چې د خپلې انتخاباتي مبارزې په سلسله کې ننګرهار ته راغلی و. تر دې وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر زلمی رسول هم ننګرهار ته د انتخابي کمپين په خاطر راغلي ول.
XS
SM
MD
LG