د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو ډرامې سره مینه لرم


د پښتو ډرامو پیژندل شوی هنر مند سید ممتاز علي شاه وایې په ډرامو کې کار کولو سره مینه لري. هغه وایې کله چې ځوان وو، نو غوښتل یي په ریډیو کې کار وکړي. د ۱۹۴۹ م کال راهیسې د پښتو ژبې په ډرامو کې کار کوي، او د خپلو لومړو ډرامو نومونه هم ورته یاد ندی، خو کردارونه یي په ذهن کې دي.


سید ممتاز علي شا وایي دا د پیښور سره نږدې د سپینې وړۍ اوسیدونکی دی، او نن هم هلته په خپل کلي کې ژوند کوي.

ممتاز علي شاه مشال راډیو سره په خبرو کې وایې په ریډیو د ټیلې ویژن نه کار زیات ګران دی، ځکه چې په ریډیو به یوازې د اواز د لارې اوریدونکي له ځان سره بوځې. هغه وایې ډیر یاد ورته ندي، خو په ټیلې ویژن یې لومړۍ ډرامه پټکۍ وو. هغه اکثره په ډرامو کې د کلې د یو مشر په حیث کار کړی دی.

سید ممتاز علي شاه وایې ډیرې ناروغۍ لري، خو خپل اوریدونکي خپه کول نه غواړي. د هغه ۸۳ کاله عمر دی او دا وخت په خپل کور کې ژوند تیروي، هغه اوریدونکیو ته د مینې او سولې پیغام ورکوي.

د مشال مرکه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG