د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو پرضد عملیات او د پاکستان او افغانستان تعلقات


پراګ : د سي اين اين ويب پاڼې په يوه مقاله کې راغلي دي ، د پاکستان لخوا په شمالي وزيرستان کې د تحريک طالبان پاکستان وسلوالو پر ضد د عملياتو به کېدی شي د اسلام اباد او افغانستان ترمنځ په اړيکو لوی اثرات وي.


مقاله کې راغلي له کله راهيسې چې پاکستاني طالبانو له افغانستانه او قبايلي سيمو په پاکستان حملې شورو کړيدي ، اسلام اباد سره دا فکر زيات شوی چې کېدې شي پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره ملګري شي.

د ۲۰۱۲ م کال په لومړيو کې پاکستان په ډاګه د افغانستان په اړه د سټراټجيکې بدلون اعلان وکړ او د خپلې خوښې د مفاهمت په يوه پروسه يې کار پيل کړو . د دی ترڅنګه يې د افغانستان شمالي ټلوالې ته د رسايې لپاره په فعاله توګه هم هلې ځلې شورو کړي.

پاکستان دا تګلاره روستو له هغې خپله کړه کله چې دوی پر دی پوهه شو چې يواځې د طالبانو ملاتړ سره ښکاري نه چې افغانستان د دوي د اثر لاندې راشي ځکه چې طالبان وس د دی جوګه نه دي چې د کابل کنټرول په خپلو لاسو کې واخلي.

پر دی سربيره د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون د دی خبرې عکاسي کوي چې اسلام اباد نور په طالبانو اعتبار نه کوي چې د دوي لپاره به پراکسي جګړه وکړي.

وس ښکاري داسې چې پاکستان غواړي د افغانستان په مشرقي او جنوبي برخو کې خپل اغيز قايم کړي او دارنګ له دی سره به په کابل کې يو ګډ قامي حکومت په وجود کې راشي کوم چې به دومره مظبوط نه وي چې په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې مخه ونيسي.
د پاکستاني چارواکو او کارپوهانو په اند د پاکستان د بهرنيو چارو په پالیسۍ کې د بدلون يوه وجه په هيواد دننه امنيتي انديښنې هم دي ، چې تر ټولو لويه خطره د تحريک طالبان پاکستان وسلواله ډله ده.

له کله راهيسې چې پاکستاني طالبان له افغانستانه او قبايلي سيمو په پاکستان حملې شورو کړيدي ، اسلام اباد سره دا فکر زيات شوی چې کېدې شي پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره ملګري شي.

بلخوا که چېرې افغان طالبان د پاکستان په وينا د سولې خبرو ته کيني او بيا هم په کابل د کنټرول په ترلاسه کولو کې ناکامه کيږي نوکېدې شي چې له پاکستاني طالبانو سره ملګري شي او دارنګ د قام پرستۍ پر اساس په وړه پيمانه د پښتونستان د جوړولو لپاره هڅې شورو کړي.

له دی ګام سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ډيرې خرابېدې شي.
خبره دا ده چې پاکستان د افغانستان له همکارۍ پرته تحريک طالبان پاکستان نشي ختمولې ځکه چې طالبان په افغانستان کې پنا اخستی شي.

بلخوا افغانستان تر هغو د پاکستان مرسته نه شي کولې تر څو چې اسلام اباد کابل ته دا باور نه وي ورکړی، چې دوي به په افغانستان کې ګوتې نه وهي.
XS
SM
MD
LG