د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ښځو نړيواله ورځ ولمانځل شوه


د ننګرهار د ښځو چارو رياست له اړخه په جلال اباد کې د ښځو نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځلی شوه. دغه غونډه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په سلګونو تنو ښځو په کې برخه اخيستې وه.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشره انيسې عمراني وويل: سږکال د د ښځو ورځ د دغه شعار لاندې نمانځي چې ښځو ته دې په ادارو کې د کار کولو زمينې برابرې شي.

« له نړۍ سره د افغانستان ښځې د اتم مارچ په کاروان کې ځان شريک بولي. او بعضې سپارښتنې هم دولت ته لري، چې د خپلې روا غوښتنې وکړي، موږ په ټولو اداراتو غږ کوو چې ښځو ته زمينه برابره کړي او موږ يې د دې شعار لاندې نمانځو چې ښځو ته به ډير ښه فرصت ورکوي او هغه لس کلنې هڅې چې دې موږ ټولو خويندو ته بلنه ورکوو چې هغې ته تقويت ورکوي.»

په دغه غونډه کې ګڼ شمير جلال اباد مشتو ښځو ګډون کړی و. دا چې له ولسواليو څخه په کې ولې ښځو ګډون نه و کړی، د ښځو چارو په رياست کې د فرهنګي چارو مشره تورپيکۍ شينواري مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« په ليرو پرتو سيمو کې موږ شوراګانې لرو، موږ ارتباط هم لرو. خو متاسفانه چې موږ کافي بوديجه نه لرو چې هغوی موږ راوغواړو، يو خو دا چې فاميل ورته اجازه نه ورکوي او بل دا چې امنيتي مشکلات دي، ستاسو د راډيو له لارې موږ هغوی ته موږ د دغې ورځې مبارکي ورکوو او موږ په دې اميد يو چې د ښځو چارو وزارت په دې وتوانيږي چې په ليرو پرتو سيمو کې او ټولو ولسواليو کې خپلې څانګې پرانيزي.»

يوه نجلۍ خوشحاله وه چې د ښځو د ورځې په نمانغونډه کې يې برخه اخيستې وه.
« شکيبا کاموي يم، موږ په دغه ورځ د خوشحالۍ احساس کوو. په دې باندې وياړو چې د ښځو دغه نړیواله ورځ نمانځو. زموږ هغه خويندې چې په ليرو پرتو سيمو کې پرتې دي، د دغې ورځې مبارکي ورته وايو.»


په ختځ کې د بشر حقونو د خپلواک کميسيون مشره صابرينه حميدي وايي چې لا هم ښځې له خپلو بنيادي حقونو څخه محرومه دي:

« سره له دې چې په تيرو کلونو کې د ښځو د حقونو د تحفظ لپاره ډير اقدامات شوي دي، د افتصادي پرمختګ لپاره، د سياسي پرمختګ لپاره، د تعليم د اخذ اعادې لپاره، د صحت د اخذ د اعادې لپاره، سره له دې په ليرو پرتو سيمو کې زموږ خويندې له ډيرو ستونزو، مشکلاتو او ننګونو سره مخ دي. او څرنګه چې لازمه ده خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی نه لري.»

نوموړې وړاندې وايي، له تيرو ديارلسو کلونو راهيسې په افغانستان کې دولتي، غير دولتي او بهرني موسسې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي خو لا هم په ډيرو مواردو کې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
XS
SM
MD
LG