د لاسرسي ځای

په پاکستان کې هر کال په زرګونه ماشومان تښتول کيږي چې ځينې يې د پيسو لپاره برمته کيږي او ځينې نور يې بيا د جنسي قاچاق يا خيراتي ډلو باندې خرڅيږي.

په پاکستان کې هر کال په زرګونه ماشومان تښتول کيږي چې ځينې يې د پيسو لپاره برمته کيږي او ځينې نور يې بيا د جنسي قاچاق يا خيراتي ډلو باندې خرڅيږي. په دوی کې ځينې وهم وژل شي. د امريکا غږ خبرياله شېرون بېن راپور ورکوي چې د پاکستان حکومت څه ډول د دې ستونزې سره مبارزه کوي؟


د پاکستان په کراچي ښار کې د غلاما مايي زوی هم ورک شوی دی. نوموړې په ژړا څه دا ډول فرياد کوي.

((ما دعا او خيراتونه کړي چې زما زوی شوکت بېرته راشي. زه بېرته هغه غواړم. خدايه پاکه! د زوی نوم مې شوکت دی. هغه وړوکی دی او بې ګناه دی.))

شوکت يو له هغو ۲۷۰۰ ماشومانو څخه دی چې په تېر کال کې له کراچي څخه تښتول شوي دي.

محمد علي د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچي کې د ((روشني)) په نامه د ورک شوو ماشومانو د لټون لپاره مرستندويه ټليفونې شبکه چلوي. نوموړی وايي.

((د برمته کولو يو لامل د پيسو لپاره وي. دوهم يې د جنسي تېري لپاره وي. دريم لامل يې د خيرات ټولونې لپاره وي چې برمته کوونکي په کراچي کې خيرات ټولونکې ډلې لري او څلورم لامل يې قاچاق دی.))

پوليس وايي چې ماشومان تر غلا کېدو وروسته منځني ختيځ ته هم قاچاق کيږي چې د جنس پلورونکو په توګه وکارول شي او د دې تر څنګ د نشيي توکو د کاروبار او د غلامانو په حېث د ساتلو سربېره د اوښانو په رېس کې کارول کيږي.))

د کراچي د پوليسو سپرنټنډنټ سيد مظهر علي شاه وايي، د ماشومانو قاچاق يو لوی کاروبار دی.

((دوی ډېر لويې مافيايي ډلې دي. دوی له لوړ پوړو حکومتي چارواکو، سياست دانانو او په بهرنيو هيوادونو او پاکستان کې د ميشتو کاروباريانو سره اړيکې لري.))

د ارمان خان پنځه کلنه لور مديحه هم د څه باندې يوه کال راهيسې ورکه ده. نوموړی د هم هغه راهيسې د خپلې لور لټون کوي. دی فکر کوي چې اوس په آخر کې د هغې پيدا کولو ته نږدې شوی دی.

((تېره اونۍ ځينې مجرمان ونيول شول او دوی ومنل چې زما لور يې پر يو افغان خرڅه کړې ده. هغه افغان هم نيول شوی دی خو هغه تر اوسه دا نه دې ويلي چې زما لور مړه ده که ژوندۍ ده، له ده سره ده که د بل چا سره او په پاکستان کې ده که بل ځای؟))

د ماشوم تر ورکېدو وروسته لومړي ۲۴ ساعته ډېر مهم وي خو ډېری مېندې او پلرونه نه پوهيږي چې څه ډول پوليس ته لاس رسی وکړي.

د کراچي د پوليسو چارواکی سيد مظهر علي شاه وايي.

((دا يو لوی ګواښ دی. خلک د رپورټ درج کولو لپاره نه راځي چې د پوليسو مرسته تر لاسه کړي ځکه دوی د ماشوم پر ژوند ويريږي.))

د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکې وايي چې قانون پخپله يوه ستونزه ده. چې کله د يو ماشوم د ورکېدو رپورټ درج شي نو پوليس پلټنې نه کوي. دوی يوازې هغه وخت اقدام کوي چې کله يو ماشوم په زوره وتښتول شي.

د بشري حقونو د وزارت ډايريکټر جنرل محمد حسن منګي دا مني چې حکومت بايد نور ډېر څه وکړي.

((د مدني ټولنې سره په ګډه خدمات پېل شوي دي خو د ماشومانو په خوندي ساتلو کې لا زيات هړ اخيز اقدام ته اړتيا شته.))
XS
SM
MD
LG