د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: چاودنو لږتر لږه ۳۰ کسان وژل شوي


عراقي چارواکي وايي پرون د پنجشنبې پر ورځ لږترلږه دېرش کسان په د بمي چاودنو او نښتو په پېښو کې وژل شوي.


د بغداد په یوه سیمه کې پرون ماښام یوې موټربم چاودنې یوولس کسان ووژل او شاوخوا پنځه دېرش کسان یې ژوبل کړل. د بغداد په یوه بله سیمه کې د سړک پر غاړه د ايښودل شوي بم چاودنې یو پولیس وواژه او اته نور یې ټپیان کړل.

د بغداد د جنوب په څه کم سل کیلومترۍ کې په هیلا ښارګوټي کې دوو موټربم چاودنو نهه کسان ووژل او اته ویشت نور ټپیان کړل.

د بغداد د شمال په دېرش کیلومترۍ کې به میشادا سیمه کې په یوه موټر بم چاودنه کې پنځه عام وګړي ووژل شول.

د ملګروملتونو د اټکل له مخې په عراق کې د ۲۰۱۴ کال له پیلېدو راهیسې د تشدد په پېښو کې له یوزراو څلور سوو زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG