د لاسرسي ځای

تازه خبر

علماء کرام: ښځې په سياست کې برخه اخيستلای شي


په ننګرهار کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسيون له اړخه ( په سياست کې د ښځو ونډه د اسلام له نظره ) تر سرليک لاندې يو ورځينی سيمينار د پنجشنبې په ورځ تر سره شو.

په ننګرهار کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسيون له اړخه ( په سياست کې د ښځو ونډه د اسلام له نظره ) تر سرليک لاندې يو ورځينی سيمينار د پنجشنبې په ورځ تر سره شو. دغه سيمينار ته د ننګرهار په ګڼ شميرعلماوو سربيره د يو شمير مدني ټولنو استازي هم وربلل شوي ول.


په سیاست کې د ښځو د مشارکت په اړه دغه سيمينار په جلال اباد کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر د غونډو په تالار کې تر سره شو، چې د ننګرهار د علماوو شورا استازو، د شرعياتو پوهنځي استازانو او د يو شمير مدني ټولنو غړو او د ښځو د حقونو فعالانو په کې برخه اخيستې وه.

د افغانستان په ختيځ کې د بشرحقونو د خپلواک کميسيون مشره صابرينه حميدي وايي چې د سيمينار له جوړيدو يې مقصد دا دی چې په سياسي مشارکت کې د ښځو د ونډې په اړه د علماوو نظرونه او وړانديزونه راټول کړي.

« د مارچ اتمه چې د ښځو نړيواله ورځ ده، را روانه ده، کميسيون هم دا وپتيله چې د علماوو ونډه د ښځو د سیاسي مشارکت تر عنوان لاندې، د دغې ورځې په مناسبت يو کنفرانس تدوير کړ، د ښځو د وضعيت د ښه کيدو لپاره په خاصه توګه د هغوی د مدني او سياسي حقونو د تحفظ لپاره لري، په دغه کنفرانس کې د هغوی هم بايد خپل وړانديزونه وکړي او د علماوو ونډه هم د ښځو د سياسي حقونو د تحفظ لپاره څرګنده شي.»

د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ريس سيد احمد فاطمي وايي چې د ځانګړي شرايطو په رڼا کې ښځې کولای شي چې په سياست کې ونډه ولري.

« دغسې يو ماحول جوړ شي چې د ښځو د طبيعت سره برابر اوسيږي، په دې رابطه ډير زيات قرآني اياتونه او بنوي حديثونه موجود دي. او دا د ټولو علماوو يوه اتفاقيه مسله ده چې ښځه بايد په سياست برخه لرلی شي خو خاص شرایط او څانګړی محيط غواړي.»

مولانا محمدالياس مدني وايي چې په سياست کې ښځې او نارينه يو شان برخه اخيستلی شي.

« موږ درې مکلفيتونه د ټولنې په وړاندې لرو، هغه دا چې موږ او تاسو بايد له اسلام، افغان او افغانستان نه دفاع وکړو. دا چې د اسلام نه دفاع کوو، دا چې د افغان نه دفاع کوو او دا چې د افغانستان نه دفاع کوو، دا پخپله يو سياسي حرکت دی. نو په دغه سياسي حرکت کې چې موږ دفاع کوو، یقناٌ چې په دې کې ښځې او نارينه برخه په دې کې واخلي، تر څو موږه د نبي کريم (ص) مبارک د میرمنې بې بي عايشې هغه تاريخ او سيرت ژوندي کړو چې په معرکة الجمل کې د مسلمانانو د خير ښيګڼې په خاطر يې خپله له کوره ووتله او هغه عظيمه پتنه يې له منځه يوړه.»

د يادولو ده چې د ښځو په وړاندې د تبيض د له منځه وړلو نړيوال کنونسيون د افغانستان دولت په ۲۰۰۳ يم ميلادي کال د مارچ په پينځمه نيټه لاسليک کړی چې پر اساس يې د افغانستان دولت، د بشر د حقونو خپلواک کميسيون او يو شمير مدني ټولنې چې د ښځو په وړاندې د تبيض د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي ياد نړيوال کنونسيون ته ژمن دي.
XS
SM
MD
LG