د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو چاودنه، پولیټيکل اجنټ ریاض مسود او نور چارواکي ژوبل


د خیبر پښتونخوا په ضلع هنګو کې بمي چاودنه شوې چې په کې د پولټیکل ایجنټ ریاض محسود پشمول د کورمې ایجنسۍ ۴ نور انتظامي چارواکی زخمیان شویدي.

د خیبر پښتونخوا په ضلع هنګو کې بمي چاودنه شوې چې په کې د پولټیکل ایجنټ ریاض محسود پشمول د کورمې ایجنسۍ ۴ نور انتظامي چارواکی زخمیان شویدي.


د ځايي چارواکو په خبره دغه پیښه نن غرمه مهال د ټل تحصیل په تور غر کې هغه وخت رامینځته شوه کله چې انتظامی چارواکی په خپل ګاډي کې له کورمې ایجنسۍ څخه د ټل هیډ کوارټر پر لور د یو جرګې لپاره روان وو.

د هنګو مرستیال کمیشنر عبدالغفور مشال ریډیو ته وویل چې په زخمیانو کې د ریاض مسود سربېره د کوزې کورمې مرستیال پولټیکل ایجنټ فضل قادر، د منځنی کورمې مرستیال پولټیکل محمد نعیم خان او د عليزیو سیمې تحصیل دار محمد اکبر خان شامل دي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه چاودنه د ریموټ کنټرول بم په ذریعه شوې ده چې هدف ئې هم دوی وو.

څرګنده دې وي چې د چار شنبې په ورځ د هنګو ضلعې سره پر پله د منځنۍ کورمې ایجنسۍ په سپیرکټ سیمه کې د ملیشې پر قافلې په بمي چاودنه کې ۶ امنیتی سرتیری مړه او ۸ نور زخمیان شوی و.

ددغه پیښې پړه د انصار المجاهدین په نامه يوې وسله والې ډلې په غاړه اخستې وه.
XS
SM
MD
LG