د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین کرایمیا پارلمان له روس سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ


د اوکراين په کرايميا سيمه کې پارليمان له روس سره د يو ځای کېدو په حق کې رايه ورکړه او اعلان يې وکړ چې د روانې مارچ مياشتې پر ۱۶مه نېټه به پر دې موضوع رېفرنډم يا ټول پوښتنه تر سره کيږي.

د اوکراين په کرايميا سيمه کې پارليمان له روس سره د يو ځای کېدو په حق کې رايه ورکړه او اعلان يې وکړ چې د روانې مارچ مياشتې پر ۱۶مه نېټه به پر دې موضوع رېفرنډم يا ټول پوښتنه تر سره کيږي.


د روس خبرې رسنۍ د اوکراين د وزيراعظم د لومړي مرستيال رستم تېميرګاليف له خلې خبر ورکوي چې په متفقه رايو سره دا پرېکړه شوې ده.

تېمير ګاليف زياته کړې چې په ټول پوښتنه کې به د کرايميا له ولس څخه پوښتل کيږي چې دوی له روس سره يو ځای کېدل غواړي که له يوکرېن سره پاتې کېدل غواړي.

د کرايميا روس پلوي مشرتابه ته د يوکرېن د مرکزي حکومت لخوا په غېر قانوني نظر کتل کيږي او مرکزي حکومت د دې سيمې د وزيراعظم او ځايي پارليمان د سپيکر د نيولو امر کړی دی. د کرايميا اکثريت روسي ژبه وايي.

په عين حال کې د اروپایي اتحادیې مشران نن غونډه کوي چې د کریمیا ټاپووزمې ته د پوځونو د استولو په خاطر له روس سره د غبرګون په توګه نور څه ډول اقدامات وکړي.

په برسلز کې نننۍ غونډه په داسي حال کې تر سره کيږي چې اروپایي اتحادیې د اوکراين د شړل شوي ولسمشر ويکټر يانوکوويچ او د ۱۷ نورو اوکراينيانو شتمنۍ کنګل کړې چې پخوانی وزيراعظم ميکولا ازارو او يو شمېر نور پخواني حکومتي چارواکي هم پکې شامل دی.
XS
SM
MD
LG