د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشرۍ نوماند قیوم کرزی و زلمي رسول ته کښېنوست


د افغان ولسمشرۍ نوماند قیوم کرزی له زلمي رسول سره روغبړ کوي
د افغان ولسمشرۍ نوماند قیوم کرزی له زلمي رسول سره روغبړ کوي

د افغانستان رسنيو د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کاندید قیوم کرزی د زلمي رسول لپاره له نوماندۍ تېرېږي.

د افغانستان رسنيو د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کاندید قیوم کرزی د زلمي رسول لپاره له نوماندۍ تېرېږي.


قیوم کرزی به چې د ولسمشر حامد کرزي ورور دی، د ۱۱ کاندیدانو له ډلې لومړنی کس وي چې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې یوه بل کاندید ته کښېني. د زلمي رسول د کمپاین یوه مسول د نوم نه ښودلو په شرط پرون د شورو ورځ مشال راډیو ته د اخبر تایید کړ او ویې ویل چې نن د زیارت پر ورځ به دا موضوع رسما اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او نورو ځايونو کې د کاندیدانو د یوځای کیدو لپاره غونډې روانې وې.

ولسمشر حامد کرزي د هېڅ یوه کاندید ملاتړ نه دی کړی او په ښکاره یې ویلي دي چې دی د خپل ورور د نوماندۍ ملاتړ نه کوي.

حامد کرزی چې د ولسمشرۍ بلې دورې ته د اساسي قانون له مخې ځان نه شي کاندیدولی، وایي، ده مخکې هم له خپل ورور قیوم کرزي څخه غوښتي ول چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ونه درېږي.
XS
SM
MD
LG