د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسۍ رسنۍ د اوکراین په اړه ناسم مالومات ورکوي


په اوکراین کې چې څه روان دي، په اړه یې حقایق مالومول ګران کار دی. داسې ښکاري چې روسۍ رسنۍ دا کار نور هم سختوي.

په اوکراین کې چې څه روان دي، په اړه یې حقایق مالومول ګران کار دی. داسې ښکاري چې روسۍ رسنۍ دا کار نور هم سختوي.


دا مهال د کرایمیا واک د روسي ځواکونو په لاس کې دی او مسکو په اوکراین کې د نور پوځي اقدام فکر هم کوي، پر دې وخت روسۍ رسنۍ او مخکښ سیاسي شخصیتونه په کیف کې ((فاشسټان)) غندي او دعوې کوي چې د یهودانو ضد پېښې کېږي، په ختیځ اوکراین کې پر نسلي روسانو حملې کېږي او ګڼ کډوال روسيې ته روان دي.

خو زیات مالومات ناسم دي. دا بې له سرچینو د رسنیو له رپورټونو تر لاسه شوي دي. بیا [دې مالوماتو] د روسي سیاستوالانو بیانونو او ان د غربي رسنیو رپورټونو ته لار پیدا کړې ده. دا پېښې د ۱۹۹۷ز کال امریکايي فلم ((ویګ دي ډاګ)) منظر ښيي چې پکې د خپلې خوښې مالوماتو جوړوونکي رسنۍ استعمالوي چې د یوه داسې جنګ ملاتړ وښيي چې هیڅ وجود نه لري.

لیکواله کیترین فېټڅپیټرېک د اوکراین په اړه لیکل کوي. نوموړې وايي:

((دا هغه عمل دی چې جګړه پیلوي. ویل کېږي چې ((ریښتیا د جنګ لومړی ښکار وي)) او همدا موږ ګورو چې روسیه یې کوي. زما په اند دا ډېر غیر ذمه دارانه کار دی. هغوی ډېره کرکه خپروي او وېره او وارخطايي پیدا کوي. په داسې ځایونو لکه خارکېف کې خلک روسي ټیلي وېژنونه ګوري. هغوی کېدای شي د سیمې ټیلي وېژن هم ګوري، خو هغه هم پر روسي ټیلي وېژن ولاړ دی.))

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر چورکین وايي، په کیف کې پر یوې صومعې حمله شوې ده. خو د هغې صومعې له خوا ویل شوي چې هیڅ داسې کار نه دی شوی.

روسۍ رسنۍ دا هم وايي چې د روان کال (۲۰۱۴) له پیله له شپږ نیم لکه اوکراینیانو زیات کسان روسیې ته تللي دي.

خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یو اېن اېچ سي آر وايي، د دې هیڅ ثبوت نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG