د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ ښوونکو او زده کوونکو په هغو ښوونځیو او لیسو کې چې چاردیوالۍ لري، شاوخوا دوه زره نیالګي کینول.
د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ د پوهنې امر مختارالدین جلازوی وایي، چې نیالګي د پوهنې ریاست له لارښوونې سره سم یې د دوی ښوونکیو له خپلو پیسو څخه رانیولي او د پسرلي په دې ورځو کې به يې په هغو ښوونځیو کې کېنوي، چې چاردیوالي کې لري او ساتل يې اسانه دي.
مختارالدین جلالزوی وویل، چې په دې اشر کې د تریزیو ولسوالۍ په سلګونه ښوونکي او زده کوونکي برخه لري.
د هغه په خبره د کرنې او مالدارۍ ریاست هم له دوی سره د یو شمېر نیالګیو د مرستې ژمنه کړې.
ښاغلی جلازوی زیاتوي، چې د تریزیو ولسوالۍ ښوونکي او زده کوونکي به نه یوازې د نیالګیو په لګولو کې بلکې د هغې په ساتنه، پالنه او اوبولو کې هم پوره برخه واخلي او هڅه به وکړي، چې کرار، کرار د ښوونځیو انګړونه په ونو شنه شي.
په تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ کې ۷ لیسې، ۷ منځني او ۱۱ لومړني ښوونځي دې چې شاوخوا((۲۷۰۰۰))زده کوونکي په کې زدکړې کوي.