د لاسرسي ځای

د ناټو بمبار د افغان ملي اردو پنځه سربازان ووژل


د لوګر چارواکي وایي، چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو د ملي اردو پر یوې پوستې په بمبار کې د افغان ملي پوځ پنځه سرتېري ووژل او اووه نور ژوبل دي


د لوګر چارواکي وایي، چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو د ملي اردو پر یوې پوستې په بمبار کې د افغان ملي پوځ پنځه سرتېري ووژل او اووه نور ژوبل دي


د دې ولایت د والي ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته وویل، چې دغه بمباري بېګا شپه درې بجې د پنډوکې په سیمه کې شوې ده.

معلومه نه ده چې د دې بمبارۍ انګیزه به څه وه او تر اوسه ایتلافي ځواکونو هم په دې اړه هېڅ نه دي ویلي.

د ایساف له لوري یوه جاري شوې بیانیه وايي، چې د افغانستان ختیځ کې د افغان سربازانو ته د مرګژوبلې دا پېښه نن ګهیځ وختي په تېروتنه سره رامنځ ته شوې ده.

دوی وايي، د دې بدمرغې پېښې پلټنې یې پیل کړی چې انګېزه یې ولټوي. او په بیان کې یې له غمژنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

څرخ د لوګر نسبتآ نا امنه ولسوالۍ ده او د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه هم په کې ډېر ترسترګو کیږي.
XS
SM
MD
LG