د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په سویل ختیز کې لس وسلوال وژل شوي


په تېرو څلریشتو ساعتونو کې په پکتیکا، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې لس تنه وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په تېرو څلریشتو ساعتونو کې په پکتیکا، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې لس تنه وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.


د تندر قول اردو څخه د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو د درندو وسلو په برید کې اته وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د میدان وردګو ولایت د دایمرداد ولسوالۍ په مربوطاتو ګې یو تن وسلوال د ملي اردو او ملي پولیسو پر ګډې ګزمې د برید پر مهال وژل شوی دی او یو تن وسلوال هم د غزني ولایت د اجیرستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د وسلوالو په ډزو کې یوه تنه میرمن هم وژل شوې ده.
د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د پکتیا او خوست ولایتونو په مربوطاتو کې هم د سړک د غاړې د یو شمېر ماینونو د شنډولو خبر ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG