د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې د پوځي لګښت لپاره ۷۹ اربه ډالره بیل کړي


د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۱۵ز مالي کال په بودیجه کې په افغانستان کې د خپل پوځي لګښت لپاره ۷۹ اربه ډالره بیل کړي دي.


د دفاع وزارت بېګا وویل، دا بودیجه لا ثابته نه ده ځکه چې تر اوسه مالومه نه ده چې تر روان کال وروسته به امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي او که نه؟

امریکا غواړي له افغانستان سره د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي. د تړون تر مخه به شا و خوا ۱۰۰۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنې او ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره پاتې کېږي.

خو تر اوسه افغان ولسمشر حامد کرزي دا تړون نه دی لاسلیک کړی. امریکايي چارواکي وايي، که دا سند لاسلیک نه شي نو امریکا به خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG