د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانې ډاکترې نسرین اوریاخېل د نړۍ د زړورو لسو ښځو جایزه ګټلې ده


د امریکا ولسمشر مېرمن مېشیل اوباما پرون د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د دې انعام اعلان لپاره په جوړې غونډه کې وویل، دغو مېرمنو داسې کارونه کړي دي چې د نړۍ پر بېلا بېلو برخو یې اغېز کړی دی.


غونډې ته د وینا پر وخت افغانې ډاکترې نسرین اوریاخېل په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانو مېرمنو هڅې وستایلې.

غونډه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه. د زړه ورو مېرمنو نړیواله جایزه په ۲۰۰۷ز کاال کې پیل شوه. دا جایزه هغه چا ته ورکول کېږي چې د سولې، انصاف، بشري حقونو، برابرۍ او د ښځو د پیاوړیتوب په برخو کې یې ځانګړې زړه ورتیا ښودلې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG